کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ځانمرګي بريد ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ځانمرګي برید د ۹ ملکي وګړو په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کابل – غزني پر لويه لاره د ميدان وردګو ولايت، سيداباد ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې د یوه ځانمرګي بريد له امله درې ملکي وګړي ، ۳ د ملي اردو سرتېرې وژل سوي او ۶ ملکي او دوه سرتېرې ټپیان شول.
ځانمرګي بريدګر نن یکشنبه غرمه شاوخوا يوه بجه له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د ملي اردو هاموې ډوله موتر ته څېرمه چاودنه ورکړه،چې له امله یې د ملکي وګړو یو فلاینکوچ او یو کرولا ډوله موټرونه هم ویجاړ شوي دي.
د یادې پېښې ټپيان د درملنې په موخه د غزني روغتون ته لېږدول شوي دي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په یاده پېښه خواشیني څرګنده
کړې،د پېښې قربانيانو ته یې د جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .