په باګرام كي د امريكايي پوځ ويانده كول رومي نيلسن وايي، د پښتونخوا ايالت په خيبر ايجنسي كي يې د پوځي هليكاپټرونو درې ماشينان ورك سول.
ويانده وايي د ديارلس اعشاريه دوه ميليونه ډالرو په ارزښت د الوتكو دغه ماشينونه د پاكستان يوې ټرانسپورټي كمپنۍ له كراچي څخه باګرام هوايي اډې ته انتقالول، چي له پېښور څخه تورخم ته په لاره كي د خيبر ايجنسي په سيمه كي وسله والو طالبانو وتښتول.
د پاكستان امنيتي مقامات وايي دا هغه سيمه ده چي د روان كال د فبروري په مياشت كي پكښي د افغانستان دپاره د پاكستان سفير طارق عزيزالدين هم تښتول سوى و.
طارق عزيزالدين تېره مياشت د پاكستاني طالبانو سره د يوې پټي معاملې له ترسره كېدو وروسته خوشي سو.
د هغي ټرانسپورټي كمپنۍ مسولين چي دغه ماشينان يې انتقالول، وايي په خيبر ايجنسي كي طالبانو د دوى كاروان ودراوه او ماشينان يې په زور ځني واخيستل.
پاكستاني مطبوعاتو داسي خبرونه هم خپاره كړي، چي له دغو درو ماشينانو څخه يو يې تښتوونكو په ډېرو پيسو په پر يوه نا اشنا سوداګر باندي خرڅ كړى دئ.
خو د پاكستان چارواكي دا نه مني او وايي چي په دې باب يې پلټني شروع كړي دي.
په داسي حال كي چي امريكايي چارواكي د پاكستان پر امنيتي ځواكونو د بې كفايتۍ تور لګوي اووايي چي د كاروان امنيتي چاري يې سمي نه وې سمبال كړي، خو د پاكستان د كورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه كي ويلي چي دوى ته نه وه ويل سوي چي په دې كانټينرونو كي د الوتكو ماشينان بار دي.
د امريكايي پوځ ويانده آغلې كول رومي نيلسن وايي كه څه هم دغه پېښه د اپرېل په مياشت رامنځته سوې ده، خو په دې باب يې ځكه څه نه ويل، چي دوى يې په اړه پلټني كولې.
كه څه هم د الوتكو د ماشينانو تښتول په خپل ذات كي يوه نوې خبره ده، خو په پاكستان او افغانستان كي تر دې دمخه هم د بهرنيو ځواكونو پر اكمالاتي كاروانونو بريدونه سوي دي.
د مارچ په مياشت كي د ۴۰ په شاوخوا كي ټانكران هغه وخت په تورخم كي طالبانو وسوځل چي باګرام ته يې تېل انتقالول.