کور / تازه خبرونه / پوليسو يو وسله وال غل تر تېښتي وروسته وواژه

پوليسو يو وسله وال غل تر تېښتي وروسته وواژه

بيجينګ
د چين پوليس وايي يو تن يې وروسته له هغه وواژه چي له يوې ښځي څخه يې يو ميليون ين يا د (۱۴۵۰۰۰) امريكايي ډالرو په ارزښت پيسې واخيستې.
د چين مطبوعاتو خبر وركړ چي دغه غل يوه بس موټر ته له ختو سره سم، د يوې ښځينه مسافري پر غاړه چاقو ونيوئ او په زوره يې پيسې ځني واخيستې.
د چين پوليس وايي پېښه پرون ماځيګر د چين په جنوب لوېديځ ايالت ګوژو كي رامنځته سوې.
د پوليسوپه وينا دغه كس يې له موټر څخه تر كښته كېدو يو نيم ساعت وروسته په يوه وسله واله نښته كي وواژه.
د پوليس وايي اخيستل سوي پيسې بيرته ښځي ته سپارل سوي، او د وژل سوي غله هويت لا نه دئ معلوم.