کور / تازه خبرونه / زابل: بیان ازادي ته ژمن کسان وستایل شوه

زابل: بیان ازادي ته ژمن کسان وستایل شوه

په هغه مراسیموکي چي نن ددې ولایت درسنیو دخپلواک په مرکز کي جوړشوي ول، دخبریالانو ترڅنګ یوشمېر مخورو هم پکي ګډون کړی ؤ.
دزابل درسنیو دخپلواک مرکز رئیس احمدولي سرحدي او پدې ولایت کي دافغانستان دازادو رسنیو استازي بشیراحمدفیضان دخپلو خبرو پرمهال وویل چي ددې ډول پروګرامونو څخه يې موخه په سیمه کي هرهغه څوک ستایل دي چي دبیان ازادۍ او ولسواکي دپیاوړتیا دپاره کار کوي.
دوی وايي چي تردامهال پوري دخبریالانو دملاتړ، ځوانانو ته دکارزمینې برابرولو اود دبیان ازادۍ دودې دپاره مدني فعال او ملي سوداګر حاجي عطاجان زیاتي هڅي کړي اونن ددوی لخوا دبیان ازادۍ ته دژمن شخصیت ستاینلیک ورکول کیږي.
دیادو مراسیمو پرمهال پدې ولایت ولایت کي دیووالي راډیو خبریال نثاراحمد څپاند درښتني خبریال په ټوګه ونومول شو او هغه ته هم درسنیو دخپلواک مرکز لخوا ستاینلیک ورکړل شو.

پرهمدې مهال دزابل داطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالمقیم افغان درسنیو دخپلواک مرکز ددې کار څخه خوښي وښودل او ډاډ يې ورکړ چي دوی به ددې مرکز سره په هره برخه کي مرسته کوي او هیچاته به اجازه ورنکړي چي درسنیو په وړاندي خنډ جوړکړي.

دیادو مراسیمو په اخیرکي ځوان مدني فعال او ملي سوداګر حاجي عطاجان دمننې ترڅنګ ژمنه وکړل چي دخپل توان سره سم به ددې مرکز سره هروخت مرسته کوي.
نوموړی وايي چي رسنۍ یواځینۍ وسیله ده چي دخلګو ستونزي راپورته کولای شي او په ټولنه کي دمثبت بدلون سبب ګرځي.

په زابل کي درسنیو خپلواک مرکز لخوا پداسي حال کي یوشمېر کسان ستایل کیږي چي پدې وروستیو کي ډیری خلګ درسنیو په ارزښت پوهیدلي او ترډیره بریده هڅه کوي چي خپلي ستونزي ددې لاري څخه ترچارواکو پوري ورسوي.