کور / تازه خبرونه / کندهار:طالبان د ريګستان ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي

کندهار:طالبان د ريګستان ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي

د طالبانو وياند قاري يوسف وايي طالب وسله والو د چهارشنبې غرمه د کندهار پر ريګستان ولسوالۍ بريد وکړ چي تر څو ساعته جګړې وروسته يې ياده ولسوالي په خپل کنترول کي راوسته.
دولتي چارواکو دم ګړۍ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادوني وړ ده چي پر دغه ولسوالي د تېرو څو مياشتو راهيسي د طالبانو لخوا بريدونه کېدل.ددغي ولسوالۍ د امنيې قومندان د ٥ ساتونکو سره د تېر جولای پر ۲۷مه د طالبانو په يوه بريد کي وژل سوي وه.