د سمندري حادثاتو په تاريخ كي د تر ټولو خونړۍ پېښي څخه يوازينى را ايستل سوى جاكټ په امريكا كي ليلام ته وړاندي كېږي.
ويل كېږي دغه جاكټ پسله ۹۶ كالو بيا هم دونه ثابت دئ، لكه بېخي چي نه وي استعمال سوى.
د ټايټانيك په نوم د امريكا يوه تر ټولو غټه كښتۍ په ۱۹۱۲ ميلادي كال د خپل لومړي سفر پر مهال ډوبه سوه، چي د عملې په ګډون ۱۵۰۰ سپرلي د سمندري حيوانانو خوراك سول.
امريكايان وايي هغه وخت له دې حادثې څخه يوازي يو جاكټ روغ راوتلى، چي اوس په نيويارك كي ليلام ته وړاندي كېږي.
د جاكټ تخميني بيه له شپېتو څخه تر اتيازورو ډالرو پوري ټاكل سوې، خو ښايي په بالادوۍ كي تر دې ډېره لوړه سي.
په ۱۹۹۹ كال د امريكا هاليووډ كمپنۍ د ټايټانيك پر حادثه يو فلم هم جوړ كړ، چي د نړۍ په ګڼو ملتونو كي له بېساري شهرت سره مخ سو.
هغه وخت كه څه هم په افغانستان كي طالبان واكمن وه او په افغانستان كي د تلوېزون پر ليدلو بنديز و، خو د دې فلم په اړه له طالب واكمنۍ څخه راپاته هغه خاطره لا اوس هم د خلګو په زړونو كي ده، چي وايي د كابل د يوه جومات خطيب پر منبر د وعظ پر وخت خلګ له ګناهونو څخه راګرځول، تر ډېرو خبرو وروسته ملا صاحب مقتديانو ته ويل كه له ګناهونو ځان ونه ژغورئ، نو خداى پاك به مو د ټايټانيك د كښتۍ غوندي غرق كړي.