ولسمشر باید هغه څه ته لومړیتوب ورکړي کوم، چي ټول ملت يې په ډیره لیونۍ تنده او په تمه تمه د څو کلونه راهیسي شیبې شمیري. دهغو له شمیرو لومړۍ هم سوله ده.
زه فکر کوم، چي دنړۍ بل هیڅ هیواد او اوسیدونکي به هم د افغانانو په څیر د سولې تږي نه وي. د افغانستان ولسمشر، چارواکي، قومي مشران، ښځې، نارینه او ماشومان ټول د سولې په اړه ږغیږي.
اقتصاد ته پراختیا، د بشري حقونو خوندي ساتل، د قانون حاکمیت، ښه حکومتداري رامنځته کول، تعلیم اوتربیه
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د ژوند چاپېریال ساتنه هغه څه دي،
چي ټول ولس د دې تمه لري، چي یو ځواکمن او قانوني نظام ولرو.
بل هم سند دی، چي په دې سند پوري ټولي هغه اقتصادي، سیاسي او امنیتي هیلي تړلي دي، چي هغه به له نړیوالو، گاونډیانو او دننه په هیواد کي باور رامنځته کړي. دبې کارۍ مخه به ونیول سي…
بل هم په لومړیتوب کي اداري فساد دی، اداري فساد د دولت او ملت ترمنځ یوه ډیره غټه اوپراخه پوله رامنځته کړیده،
چي داپوله او کرښه ختمول په کار دي تر څو دخلکو باور په دولت او دمرستي په وخت کي د زړه بې دریغه مرسته ونه سپموي.
اقتصاد او زراعت ته یوه نوې طرحه وړاندي کول به د ولسمشر په ښه او لوړ استعداد پوري اړه ولري، ځکه هیواد مو زراعتي هیواد دی او اقتصاد ته مو ډیره اړتیا په دې ده، چي خلک مو اوس هم دفقر تر کرښي لاندي ژوند لري، داچي څنګه به یې مخه ونیسو داطرحه به راتلونکی ولسمشر وړاندي کړي. همدارنگه د قانون حاکمیت به نوي ریس جمهور او نړیوالي ټولني سره په مثبت تفاهم کي شامل کړي څو روان بحران پای ته ورسوي.
زه فکر کوم که یو مشترک فهم رامنځ ته سي، نوی ولسمشر به یوه نوې دروازه پرانیستلای سي.
په پای کي که ووایم، چي داساسي قانون ټنگښت او په مصلحت سره ملي او لويي پریکړي به د ولس هیلي ژوندۍ کړي او تل به ویاړي،
چي زموږ رایه یو ډیر ستر ارزښت لري او د دیموکراسۍ اوپه خاص ډول دټاکنو غوښتونکي به يي.