کور / تازه خبرونه / مظاهره چيانو پر امريكايي سفير تېرى وكړ

مظاهره چيانو پر امريكايي سفير تېرى وكړ


په لبنان كي د امريكا سفارت چارواكي وايي مظاهره چيانو پر سفارت يرغل كړى، چي ځاني تلفات نه لري.
د سفارت كاركوونكي وايي په پېښه كي يوازي يو موټر ويجاړ سوى دئ.
نړيوالو مطبوعاتو د عيني شاهدانو له خولې خبر وكړي چي د حزب الله د اسلامي ډلي ملاتړو جنوبي لبنان ته د امريكايي سفير مايكل سيسن له راتګ سره په مخالفت كي مظاهره وكړه.
د امريكا سفير مايكل سيسن سيمي ته په تعليمي او پرمختيايي پروژو كي د مرستي دپاره جنوبي لبنان ته تللى و.
ويل كېږي تر پېښي وروسته سفير او د هغه عمله له سيمي څخه په منډو ووتل.
حزب الله ډلي د مظاهره چيانو پر دې كشمكش بې خبري ښودلې.
دا په لبنان كي د مايكل سيسن تر ټاكل كېدو وروسته جنوبي لبنان ته د هغه لومړى سفر و.