زما یوهنرمند ملګری خورا ښه رسام دئ، دی د انځورګرۍ سره دومره مینه لري، چي هر آن او په هرځای کي، چي دده تر سترګو کوم څه ښه واېسي او یا یې هم په ذهن کي کوم ښکلی تصور ور وګرځي، نو پینسل، قلم یا رنګه، که ورسره وي، هغه راواخلي او پر کاغذ او یا کَنوس( د انځورګرۍ د پاره پر چوکاټ باندي ټوکر) باندي داسي یو ښکلی او خوندور انځور وکاږي، چي هر یو ګوته په غاښ ورته نیسي. زما د دغه دوست د انځورګرۍ سره لېونۍ مینه، کله، کله د کاغذ او قلم د نه شتون په وخت کي دی دې ته اړباسي، چی خپل په ذهن کي ورګرځېدلی تصویر پر مځکه پر خاورو باندي په یوه خاشه او یا هم په ګوته انځور کړي. د ده پر خاورو رسم سوی انځور هم ښکلی وي، خو د یوه مازي باد په را الوتلو هغه هنري ټوټه داسي پیکه او بیا پسي ورکه سي، چي ته به وایې هډو دلته کوم څه نه وه لیکل سوي.
زموږ اوسني سیاستونه، چي متاءسفانه د دباندنیوانځورګرانو له خوا راته انځور کېږي هم لکه پر خاورو باندي یو ښکلی تصویر، چي ښایسته به وي، هنریت به لري، مفهوم به ور څخه اخیسته کېږي او په زړه پوری به هم اېسي، خو بد بختانه د یوه نازک باد په راالوتلو سره دغه سیاسي تصویر(تګلاره) هغسي له منځه ولاړ سي، چی ته به وایې دلته کوم انځور شکل سوی لا هم نه وو.
د انتخاباتو د بین المللي اصولو او زموږ دهیواد د پاره د دوی په اصطلاح، چي کوم ډیموکراتیک سیستم جوړ سوی دئ او د آزادو انتخاباتو په وسیله د خلکو د اکثریتو د رایو په اساس، چي هر یو انتخاب سو، هغه به د هیواد مشر وي. هر یو (که یې رایه هغه کاندید ته ورکړې وي او که نه!) د اکثریتو د رایو انتخاب به مني. هغه مشر چي د خپلي خاصي تګلاري پر اساس انتخاب سوی دئ، د خپلو همنظرو ملګرو سره به باید د هغي لاري په پلي کولو کي دغه پروسه پر مخ بیایي او نور به یې هم ورسره پالي.
د پرګنو د انتخاب او تر پینځوسو فیصدوپورته یا د ډېرو رایو دګټونکي د منلو دود د نړۍ په ټولو هیوادونو کي باب او منل سوې تګلاره ده. ددې خبري مثالونه به خورا ډېر وي، چي یو دوې بیلګي به یې دلته یادي کړو:
کاناډا د پرمختلولوهیوادو له ډلي څخه یوهیواد دئ، چي هغه سیمي ته د اروپایانو د ورتګ سره فرانسویان او انګرېزان مېشت سوي او دا څو پېړۍ پر یوه مځکه ژوند سره کوي، خو بیا هم د ځینو مخالفتونو په وجه د تاریخ په اوږدو کي، دغه حالت ته سره درېدلي دي، چي د هیواد د بېلتون په نیت د انتخاباتو وکولو ته اړ سوي دي. تر تاریخي سیر به یې تېر سو، په ۱۹۹۵زېږدیز کال د اکتوبر پر دېرشمه د کاناډا د فرانسوي ژبو او د انګلیسي ژبو سیمو دجلاکېدو دپاره چي کوم انتخابات وسول. دهغو نتیجه پوهېږئ چي څو وه؟
د انتخاباتو د رایو نتیجه ۵۰،۵۸٪ د نه جلاکېدو او ۴۹،۴۲٪ د جلا کېدو د پاره اعلان سول. ټول هیواد د دغه تر یو فیصد لږ یعني عشاریه۵۸ تفاوت ومانه او د نه جلاکېدو او په یوه ملک کي تر یوه سیسټم لاندي ژوند یې پسي وپالئ.
بله بېلګه یې په ۲۰۰۰زېږدیزکال د امریکا په متحده ایالاتو کي د «بیل کلینټون» تر واکمنۍ وروسته،د ده د هغه وخت د مرستیال«ال.ګور» او «جورج.ډبلیو.بوش» د انتخاباتو سیالي وه. ددغه سیالۍپه نتیجه کي ال.ګور ګټونکی اعلان سو، خو ډېر ژر د ځینو رایو د نه شمېرلو په پلمه (د محدودي فیصدۍ په تغیر) د ده رقیب جورج.ډبلیو.بوش منتخب رئیس جمهور وبلل سو.
د انتخاباتو د دغه دوهم وار اعلان په غبرګون کي، یو له دوو غښتلو امریکایي ګوندونوڅخه، د امریکې ډیموکراټ ګوند، چي ال.ګور یې نوماند وو، ډېري هلی ځلي وکړې، خو د امریکې د انتخاباتو د قانون سره سم بوش د هغه هیواد مشر وټاکل سو او په قانون کي هیڅ تغییر رانغلی.
دا د تعجب ځای دئ، د هغه ملک د بهرنیو چارو وزیر، چي ځان د نړۍ په هیوادونو کي د قانونیت سالار بولي. په خپل هیواد کي یې، حتی په لوړه سطحه کي، هیڅوک هیچېري د قانون د ماتولو اجازه نه لري او حتی په نورو ملکونو کي د قانون د حاکمیت ډنډورې خو یې موږ کلونه کلونه کېږي چي اورو. خو، زموږ په هیواد کي بیا د یو څو هغو توپکوالاوو، چي د دوی په مادي او سیاسي همکاریو د کاغذو دېبان ورڅخه جوړ سوي دي، په نارو، غلبلو، بلغاکو او په سپین سترګۍ سره د ارګ یا مرګ شعارونو په ورکولو سره، د دوی خپل را جوړ سوی قانون تر پښو نیسي او د نېست کندي ته یې وراچوي.
د دوی په مادي او سیاسي هڅه او زیار دیارلس کلنی جوړ سوی چوکاټ، ماتوي. بایلونکي هم د ګټونکي سره یو ځای په دولت ننه باسي. حتی جوړ سوی نظام چي تر اوسه یې لا سمي پښې نه دي ټینګي، خو بیا هم د دیارلسو کالو د ودي نتیجه ده، د یوې خاصي ډلي تر ارمانو ځاروي. داسي یو نظام، چي ساری به یې یا نه وي یا به ماته نه وي رامعلوم، له سره جوړوي او وایي، چي په اینده کي به یې صدارتي نظام ته اړوي.
نو په اصطلاح، هر هغه څه چي په تېرو دیارلسو کلنو کي د يوه قانوني نظام د جوړېدو د پاره سوي ول، پر خاورو باندي د یو رسم سوي انځور په څېر پوکي او له منځه یې وړي او بیرته په خاشو یا ګوتو باندي پر خاورو باندي موږ ته یو بل انځور کاږي، چي بیا به یې کوم باد دوړوي، پیکه کوي او له منځه به یې وړي؟
احمدشاه-کندهار
د مېزان اوله ۱۳۹۳ کال