د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامدکرزي د ایران د جمهوري ریاست له مرستیال محمد شریعت مداري سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د ایران د جمهوري ریاست مرستیال د خپل هېواد د جمهور رئیس حسن روحاني نیکې هیلې او سلامونه حامدکرزي ته و رسول او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ده ته د ورکړل شوې بلنې له امله یې مننه وکړه.
ښاغلي محمد شریعت مداري په تېرو دیارلسو کلونوکې د حامدکرزي په مشرۍ په افغانستان کې شوي پرمختګونه وستایل او هغه یې د حامدکرزي د ښه تدبیر او ښې ادارې ثمره وبلله.
د ایران د جمهوري ریاست مرستیال په بهرني سیاست کې د حامدکرزي مستقلانه تګلاره او له ګاونډیو هېوادونو سره د هغه ښه مناسبات د قدر وړ وبلل.
په دې کتنه کې ښاغلي محمد شریعت مداري حامدکرزي ته په رسمي ډول بلنه ورکړه چې په یوه مناسب وخت کې هغه هېواد ته سفر وکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه