کور / تازه خبرونه / کندهار : ناپېژاندو وسله والو دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار : ناپېژاندو وسله والو دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د کندهار ښار په زړه انصاري تجارتي مارکېټ کي تېره غرمه د لمانځه پر مهال دوو وسله والو پر يوه کس ډزي وکړې او وې وواژه .
په سيمه کي يوه عيني کس لراوبر ته وويل چي د ماپښين تر لمانځه کولو وروسته يو کس د مسجد څخه را ووت او دوه نور کسان ورته ولاړ ول، څنګه چي نوموړى کس را ووت سمدلاسه ئې ډزي پر وکړې او وې ويښت، نوموړى وايي چي ډزي کوونکي تر ډزو وروسته وځغستل خو د کوم بل کس د لوري ټينګ کړل سو ، چي وروسته د دوهم ناپېژاند وسله وال له لوري پر هغه ډزي وسوې او په لاس کي ټپي سو.
دا په داسي حال کي ده چي تر دې پېښي مخکي سهار مهال وسله والو طالبانو د ملي امنيت پر يوه کار کوونکي بريد وکړ او د نوموړي په ګډون ئې د هغه د کورنۍ يوه مېرمن هم چي په موټر کي ورسره وه ، ووژله او دوهمه ئې ټپي کړه.
د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او وايي چي د پېښي د ځاى څخه ئې ملګري روغ رمټ وتلي.