سږ کال د شهيد ډاکټر صاحب نجيب الله تلين په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې د افغانستان په ټولنه، رياست، سياست او نړېوال مشارکت کې دومره لوی کېفيتي بدلون راغلی چې ددې هيواد په ټول تاريخ کې يې مثال نه ليدل کېږي، د شهيد ډاکټر صاحب د ملي روغې جوړې د سياست د تسلسل په بحالولو سره افغانان د خپل تاريخ يو ډېر مهم پړاؤ ته داخل شوي دي.
د شهيد ډاکټر نجيب دا نظريه، سياست او ارمان و چې په افغانستان کې د واک پر سر د ورانۍ، تشدد او خشونت رسم پای ته ورسول شي، ملي پخلاينه او د هغې په رڼا ګې يوه سيمه ايزه همکاري ورغول شي. د افغانستان په روان جمهوري ټرانزيشن کې اوسنيو ولسمشريزو ټاکنو د ډاکټر نجيب نظريه، سياست او ارمان منعکس کړ او دا هر څه په داسې انداز، جذبه او کمټمنټ سره تر سره شول لکه د ملي روغې جوړې د سياست يو پوخ تسلسل چې وي.
په افغانستان کې د رياست په کچه چې د بدلون څومره هڅې شوې وې ټولې په شا تمبول شوې او له تباه کنو غبرګونو سره مخامخ شوې وې، ډاکټر صاحب نجيب چې په افغانستان کې د رياست د ستنو د بقاء په خاطر کوم سياست خپل کړی و، پر هم هغه سياست د بون له کنفرانسه پس عمل وکړای شو. ډاکټر صاحب په داسې وخت کې د ملي روغې جوړې پاليسي تجويز کړې او عملي کړې وه چې “سنګر” له لاسه وتلی و، په يو لحاظ رياست نسکور شوی و، ددې نسکور رياست د بيا پر پښو درولو لپاره، د يوې لويې نړېوالۍ شراکت دارۍ په ترڅ کې، تېر ديارلس کاله سخت کړاؤجن او ستړي کلونه ؤ، تاريخ به د ښاغلي جمهور رئيس حامد کرزي نوم ضرور په زرينو ټکو ليکي چې په دې کړاؤجنو او ستړو کلونو کې يې په څومره لوی ملي تحمل، سياسي دانش او جمهوري روئيې سره په کنډواله هيواد کې له صفره کار پېل کړ او آخر يې افغان ولس د دومره لوی وياړ خاوند کړ چې په تاريخ کې په لومړي ځل د خپل ووټ په زور د ولسمشرۍ واک له يو سړي بل ته انتقال کړي او ملي اردو يې ددې جوګه وي چې د خپل وطن دفاع په داسې توګه وکړي چې تر ووه ميلونه زيات انسانان د خپلې رايې د اظهار دپاره راوځي خو د ګاونډيو د پوره تخريب باوجود پکې د امن و امان هيڅ لويه ستونزه نه رامنځته کېږي او د تخريب ټولې منصوبې ناکامې ګرځول کېږي.
دا ټول څه د هغه سياست په سبب ممکن شول چې ابتداء يې ډاکټر نجيب شهيد کړې وه، د ملي روغې جوړې سياست نن افغانستان ته يو ملي حکومت ورکړ. د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاؤ کې چې د نتايجو پر سر کومه ربړه رامنځته شوه نو له ډېری خلکو سره دا اندېښنه پېدا شوه چې چونکې افغانستان د رياست جوړونې په لومړنيو مرحلو کې دی، شونې نه ده چې دا ربړه دې په آسانۍ سره هواره کړی شي، د خانه جنګۍ په لور د حالاتو د تللو ويره ده خو په افغانستان کې د ملي روغې جوړې روان سياست دا ربړه نه يوازې ډېره زر هواره کړه بلکې د يو داسې ډول حکومت د جوړولو پر سر هم موافقه رامنځته شوه چې د چا په خوا خاطر کې هم نه وه. په ساده ټکو کې، د ملي يووالي جکومت يوازې د بېلابېلو حصه دارانو تر منځ د واک شراکت ته نه وايي بلکې ددې حکومت پر سر موافقه څرګندوي چې د افغانستان په ټولنه کې د خلکو تر منځ پر دې يوه نکته موافقه موجوده ده چې دا هيواد د دوی شريک دی او په شريکه به يې آبادوي. د ټاکنو د ګټلو مطلب کله هم دا نه وي چې ټول واک دې د يوې ډلې، ګوند يا ټيم په لاسونو کې راټول شي. يو داسې ټولنه، داسې هيواد چې تر يو اوږد جنګ، شکست و ريخت، غربت، انهدام او سقوط راوتلې وي، هلته کې د ډيموکراسۍ يو داسې شکل هرګز د خلکو په ګټه نه شي تمامېدای چې په سياسي صف بندي کې ټول واک په ريډيکال شکل کې يوازې يوې منتخبې ډلې ته وسپارل شي. په ذهني، نظرياتي، قبيلوي او جغرافيوي لحاظ ماتې ټولنې يو پراخ مصلحت ته مجبوري لري او چې کله يې مسوول خلک دا مجبوري احساس کړي، نو هلته بيا دا تمه کېدی شي چې اوس رياستي ادارې پر خپلو پښو درېدلې او پياوړې کېدلی شي.
ډيموکراسي په هر لحاظ يو داسې سسټم ساتل پکار دی چې يو څوک پکې هيڅ ډول پرديتوب احساس نه کړي او هر څوک پکې خپله برخه، ګډون او استازيتوب وويني. د افغانستان د دښمنانو له يوې اوږدې مودې دا هڅه پاتې شوې چې هلته پر ژبنيز او توکميز بنسټونو باندې کرکې راوپاروي او افغانستان په يوه لويه داخلي شخړه بوخت کړي، افغانانو هر وخت دا ډول دسيسې شنډې ګرځول دي او اوسنيو ولسمشريزو ټاکنو خو ددې دسيسو بېخ بنياد وويستو، ددې ټاکنو پر مهال په افغانستان کې هيڅ توکميزه ټلواله او ډله نه وه، پښتانه د غېرپښتنو کانديدانو په څنګ کې ولاړ ؤ او غېر پښتانه د پښتنو کانديدانو. دا په صحيح معنا د افغانستان انتخابات ؤ او ټولو افغانانو خپل شريک کانديد “افغانستان” ته رايه ورکوله، ارزښت ددې نکتې و چې له چا سر د افغانستان د بقاء، ارتقاء او دفاع لپاره څه پروګرام، څه ايجنډا ده. دې انتخاباتو په سياسي لحاظ په افغانستان کې د مليت احساس نور هم توانمن کړ، خلک يو او بل ته نور هم ډېر رانيزدې شول، دا ثابته شوه چې په افغانستان کې په ټولنيز لحاظ يو ډېر لوی سياسي بدلون راغلی دی.
د ملي يووالي حکومت د ملي پخلايني د سياست يو ډول منظم يا نظامي شکل دی، په جنګ ځپلو ټولنو او نوو ډيموکراټيکو نظامونو کې ددې اړتيا پېښېږي، دا د ډيموکرېسۍ ناکامي نه بلکې د ډيموکرسۍ د غوړېدلو او پياوړي کېدلو يو ثبوت وي چې په ټولنه او سياست کې دا ګنجايش موجود دی چې خلک د نظام د پايښت او پرمختګ لپاره له يو او بل سره همکاري کولی او له ممکنو ټکرونو څخه د نظام د ژغورلو لپاره يو او بل ته له ځينو شخصي، ګوندي او سياسي عنادونو او مفاداتو تېرېدلی شي.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر پايلو رامنځته شوې لانجه څه د لوی خطر زنګ وهونکې لانجه نه شي ګڼل کېدی بلکې دا يوه جمهوري لانجه وه، په جمهوري نظامونو کې دا ډول لانجې تل رامنځته کېږي او په تېره هغه ټولنې چې تازه له جمهوريت سره اشنا کېږي، د نظام د دوام پروسه يې يو ډول سرخوږي ضرور لري.
د ملي يووالي ولسواکي له معيشت، سياست او رياست سره د ټولنې نوی تعلق رغوي، د ماتو ټولنو د بيا پېوندېدا او نوې پېوندېدا موخه په پام کې لري، دا يو لوی سياسي مصلحت وي چې د ولسونو د پراخې او پخې ملي پخلاينې او د رياست د ژورې رغونې لپاره کېږي.
افغانستان له يو اوږد مهاله جنګه په راوتو دی،يو داسې جنګ چې په ټولنه کې يې افتراق خور کړی، ډلې ټپلې يې رامنځته کړي او عناد و فساد يې پنځولی، له داسې جنګ څخه د نجات يوازينۍ لاره يو پراخ ملي مشارکت ته په چمتو اوسېدلو کې ده، يوه خاصه ډله، ټيم يا ګوند د ټول واک په لاس کې اخيستلو د ټولې ټولنې حمايت کله هم نه شي تر لاسه کولی، دا يو حقيقت دی، له دې حقيقت څخه سترګې نه شي پټېدی.
په افغانستان کې رياست رغوونې (state development) عمل روان دی، ددې عمل دوام ته تر ټولو زيات خطر له هم هغې مورچې راجع دی چې په نوي يمه لسيزه کې يې د ډاکټر نجيب د ملي روغې جوړې سياست ناکام ګرځولی و.
“د ملي يووالي حکومت” (national unity government) چې افغانستان کې په څه ډول اعلان شوی، د هم ډول حکومت خاکه ډاکټر صاحب نجيب هم ورکړې وه، د ډاکټر د ملي يووالي د حکومت دروازې ټولو افغان سياستمدارانو، مقاومتي ډلو او مرورو وروڼو ته پرانيستې وې. هغه آن تر دې حده اعلان کړی و چې د مقاومتي تنظيمونو هغه قوماندانان چې ملي روغې جوړې ته تيار دي کولی شي چې په افغان ملي ځواکونو کې شامل شي. خو هغه وخت دا پاليسي ځکه کاميابه نه شوه چې يو خو په وطن کې روانو هنګامي حالاتو د افغانانو سترګې له خاورو او وينو ډکې کړې وې، د دوست او دښمن فرق کول ډېر ګران و، اسلامي ګاونډی ورور چې ځانته يې انصار وئيل په اصل کې د يوسف له وروڼو و، په افغانستان کې رياستي ادارې پر نسکورېدو وې، خو دا بيا هم د ډاکټر نجيب ځيرک شخصيت او کامياب سياست و چې د شوري پوځونو له وتلو پس يې هم څلور کاله په افغانستان کې خپل حکومت وساتلو.
خان عبدالولي خان وايي چې کله به هم هغه په پاکستان کې په افغان کمپونو کې له مېشتو “مرورو وروڼو” له چا سره تماس ونيوه او د ډاکټر نجيب د ملي روغې جوړې دا پېغام به يې ورورساوه چې دوی دې خپل وطن ته راستانه شي، افغان دولت به دوی ته لوی امتيازات، درناوی او عزت ورکړي نو چې له کوم کس سره به هم رابطه شوې وه هغه به پاکستاني استخباراتو ورک کړ. په افغان کمپونو کې يوازې يو ګوند ته د ورتګ او کار کولو اجازه وه او هغه جماعتِ اسلامي وه.
نړيوالو چې د ډاکټر نجيب د سياست ملاتړ و نه کړ او هغه يې يوازې تورو بلاګانو ته پرېښود، په ډېر لږ وخت کې د خپلې دې تېروتنې له يوې تباه کنې نتيجې سره مخامخ شول. دا اوس د ترهګرۍ خلاف جنګ څه دی؟ يوازې دا اعتراف کول دي چې ټوله نړۍ د ډاکټر نجيب په قتل کې شريکه وه. د نن افغانستان له ټولې نړۍ د ډاکټر نجيب خون بها او پور غواړي.
برطانوۍ ليکوالې کارلوټا ګال په خپل نوي کتاب (The Wrong Enemy: America in Afghanistan 2001-2014) کې ليکي چې د طالبانو يو جنګي قوماندان مُلا بورجان په کوټه کې يو پاکستاني خبريال ته وئيلي و، “ته له تورو دروازو خبر يې؟ زه اوس دستي له تورو دراوزو راوتلی او هلته راته امر شوی چې زموږ لومړی کار به ډاکټر نجيب وژل وي.” بورجان وئيلي که هغه دا کار ونه کړي نو هيڅ پته نشته چې څه به ورسره کېږي. مُلا بورجان کابل ته و نه رسېد او وئيل کېږي چې په لاره خپل باډي ګارډ چې يو کشميری پاکستاني و، وواژه. کله چې طالبانو کابل ونيو نو لومړی کار يې هم دا وکړ چې ډاکټر نجيب يې پر سړکونو راښکلو او هغه او د هغه ورور يې پر هغه آريانا چوک ځوړند کړل چې اوس پکې د سي آئي اې دفترونه دي او له صدارتي محله پر څو ګامه واقع دی. د طالب جنګياليو لومړنۍ قومنده چې دا توندروه هجوم يې کنټرولاوه اردو ژبي پاکستانيان ؤ، په پوست تور او د لمر چشمې به يې اچولي وې، د آئي ايس آئي غوښتنه يې تر سره کړه.
له مردان سره تعلق لرونکی عادل خان په ډان ورځپاڼه کې خبريال و او اوس په اسټراليا کې د ټولنپوهنې استاد دی او په پاکستان کې د قام پرست سياست پر تاريخ او ټولنيزو اړخونو يې ډېر مهم څېړنيز مضامين ليکلي دي، يوه ورځ يې راته کړه چې په ۱۹۸۹ء کې يې په کابل کې له ډاکټر نجيب سره د يو پاکستاني خبريال په حېث ليدلي و، هغه وخت د محترمې بېنظير بوټو حکومت و، عادل وايي چې ډاکټر صاحب ماته په پښتو کې ووې چې مهرباني وکړه بېنظيرې ته زما دا پېغام ورسوه چې:
مينه په تلو راتلو زياتېږي
کله راځه کله به زه درځم مئينه
دا ډاکټر صاحب په دې ټپه کې يو ډېر لوی پېغام پروت دی، که هغه وخت دا پېغام سنجول شوی وای نو شايد چې د سيمه ايز منافرت له دې خطرناک دور سره مو واسطه نه وای راغلې، شايد دومره لويه وراني نه وای شوې او شايد چې محترمه بېنظير بوټو د هغو خلکو په لاس نه وای وژل شوې کوم لاسونه چې د افغانستان ورانولو ته اوږدېدل، کوم جلاد لاسونه چې د ډاکټر نجيب له غاړې تاوېدل.
د شوروي پوځونو له وتلو پس ډاکټر نجيب د ملي نجات ورځ ولمانځله او په خپله وينا کې ېې د خپل ګوند ملګرو، دولتي غړو او ټولو هيوادوالو ته ووئيل چې د شوروي پوځونو له وتلو پس اوس نورو خپلې ناولې سترګې افغانستان ته نيولي دي، دوي غواړي چې زموږ هيواد اشغال کړي، ددې هيواد او انقلاب دښمنان په پاکستان کې ناست دي، د پاکستان استخباراتي ادارې يې تربيه کوي او رالېږي.
دا مفروضه چې د شوروي پوځونو له وتلو پس به جنګ پای ته ورسېږي، نوي يمو کلونو غلطه ثابته کړه، کابل د شوروي پوځ له وتلو پس په زمکه ننوت او د افغانستان رياستي ادارې هم په راوروستو کلونو کې نسکورې شوې. هم دا ډول مفروضې اوس د ناټو ځواکونو په هکله خورول کېږي، ددې مفروضو د خورولو او ددې لپاره د تاويلونو تراشلو لپاره پاکستان خپل ټول سياسي و مذهبي ګوندونه، دانشوران او رسنۍ لګولي دي. په پاکستان کې د افغانستان د مستقبل په هکله دوې مفروضې دي يوه دا چې د افغانستان امن د ناټو ځواکونو له انخلاء سره تړلی دی او دويم بالکل ددې متضاد چې د ناټو ځواکونو له انخلاء پس به په افغانستان کې يوه ورانوونکې خانه جنګي پېل شي او طالبان به يو ځل بيا د ټولنې د يو مهم جنګي سياسي قوت په توګه راڅرګند شي. ددې دواړو مفروضو تعلق له زمکنيو حقايقو ډېر لرې او بنياد يې پر افغان دښمنۍ ولاړ دی. يو خو په افغانستان کې امن اوس د يو رياست د غوړېدلو له عمل سره مربوط دی، د ناټو ځواکونو انخلاء د شوروي پوځونو د انخلاء غوندې يو دم او ټول په ټوله نه ده بلکې دا انخلاء رو رو، پړاؤ په پړاؤ، د ټرانسفارمېشن له عمل سره مربوط او د نړېوالې شراکت دارۍ د تقاضو مطابق ده، په افغانستان کې خپل امنيتي ځواکونه او ملي اردو دا وړتيا لري چې د خپل هيواد دفاع وکړي، دې اوسنيو ولسمشريزو ټاکنو ثابته کړه چې د دښمن نيژدې سل قوي يرغلونه افغان امنيتي ځواکونو څومره زر ناکام کړل او په څومره ښه طريقه يې دوه ځله انتخابي عمل تر سره کړ، افغانستان نه خو د نوي يمو کلونو افغانستان دی او نه دنيا دې ته تيار ده چې افغانستان دې تنهاء بيا چا ورانکارو ته پرېږدي. د امريکې تر څنګ هند او چين له افغانستان سره په په يو پراخ اقتصادي، علاقايي او ترقياتي عمل کې شريک شوي دي. د مرکزي اسياء هيوادونه هم په افغانستان کې د امنيت ساتلو لپاره د سيمه ايزې همکارۍ پر پاليسي د کار کولو په هڅو بوخت دي.
په افغانستان کې د طالبانو د قوي ټولنيز حثيت مفروضه اوسنيو ولسمشريزو ټاکنو تباه و برباد کړه، اوس په دنيا کې د هغو خلکو شمېر ډېر کم دی چې دا فکر به يې کاوه چې ګويا طالبان څوک افغانان دي يا د ټولنې کوم خاص ملاتړ ورته حاصل دی. ولسمشريزو ټاکنو او له هغه پس روان جمهوري عمل د اکثره خلکو سترګې پرانيستلې او تر ډېره حده يې خلک د شر اصلي سرچينې ته متوجه کړل. ګورو چې تاريخ حالات دې پړاؤ ته رسوي چې د شر سرچينه به د خېر په سرچينه بدلېږي او د “ستراتيژيکي ژورتيا” پر ځای به د “اقتصادي ژورتيا پاليسي” (د بحث وړ لبرله اصطلاح) خپلوي او که نه د شر سرچينه به خپل منطقي انجام ته رسي،پښتون نېشنلزم به د خپلې جغرافيې او تشخص دعوه کوي خو دا وخت وزيرستان د پښتون نېشنلزم لپاره زموږ د تجزيې يو مهم تناظر ګرځېدلی دی او د افغانستان له مستقبل سره يې ډېر ژور تعلق هم دی. په پاکستان کې د جمهوريت د دفاع پر ځای د خپل قامي وجود، تشخص او جغرافيې دفاع ته چې مو قامي سياست بېرته راستنېږي، شايد يوه ډېره زړه چاودونکې موده راباندې تېره شوې وي.
(دا ليکنه له پېښوره په خپرېدونکې مياشتنۍ “پښتون” کې د ستمبر ۲۰۱۴م په ګڼه کې خپره شوې ده)
Twitter: @khanzamankakar