کور / تازه خبرونه / بالآخره دواړه کانديدان سره جوړ سول

بالآخره دواړه کانديدان سره جوړ سول

کابل چاپ ټولو ورځپاڼو د انتخاباتو د لانجې او د ملي یوالي د حکومت د جوړېدا په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

محور:

محور ورځپاڼې په غټو ټکو لیکلي؛ بالاخره دواړه کاندیدان سره جوړ شول.

ورځپاڼه لیکلي، بېګاه شپه ناوخته د ولسمشرۍ دواړه کاندیدانو د ډاکټر اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت په جوړولو له اوږدو نانندریو وورسته موافقې ته ورسېدل.

وړاندې په مطلب کې راغلي؛ ښايي نن ترناوخته د انتخاباتو پایلې هم چې سیاسي جوړجاړي ته ځنډول شوې وي؛ اعلان شي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې؛ د اعلان بڼه به یې داسې نه وي، چې یو کاندید دې مطلق ګټوونکي څرګند کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي؛ د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم د انکار له امله د چمتوي شوي تفاهم لیک لاسلیک بیا وځنډېده.

وړاندې په مطلب کې راغلي؛ د دواړوکاندیدنو ترمنځ په پنځو پاڼو کې د امریکا په سفارت کې پرتفاهم لیک موافقه شوې؛ خو د عبدالله له لوري د پایلو د اعلان پرڅرنګوالي موافق نه دي.

همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي؛ د ډاکټر غني او عبدالله ترمنځ په موافقتنامه کې ناکام ټیم ته د باصلاحیته اجراییوي ریاست او اپوزیسیون مشري ورکړل شوې ده.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي یان کوبیش له قوله لیکلي؛ د ملي یوالي حکومت بایلونکی نه لري.

سرنوشت:

د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې کې عنوان دی؛ “کاندیدان سهار په سفارت او ماښام په ارګ کې”.

د سرمقالې د لیکوال په اند داسمه ده چې؛ افغانانو رایې ورکړې، خو په دې وروستیو کړنو کې افغانان له دوی سره موافق نه دي.

د سرنوشت د سرمقالې د لیکوال په باور د دواړو کاندیدانو دا کړنې په هېڅ ډول د افغانانو د اداردې څرګندونه نه شي کولای.

انیس:

انېس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ د انتخاباتو په اړه خلکو ته ښه خبرونه شته.

هېواد:

بلې دولتي ورځپاڼې هېواد لیکلي د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ وروستیو موافقو د انتخاباتو د لانجې د حل هېلې راټوکولې دي.