کور / شعر / ښوونځي مي راته سوځي !

ښوونځي مي راته سوځي !

له ( ښوونځی) څخه په مننه


زه د دې کلي نانزکه
 په دې کلي کښي مي کور دی
دلته بوري ميندي  ژاړي
له دې کلي مي زړه تور دی
دلته زور او ظالمان دي
دلته خلک کافران دي
له تعليمه لري کرکه
له اياته منکران دي
په بمونو يې وژلي
د ښوونځيو ماشومان دي
ښونځۍ مي راته سوځي
له  مکتبه  سره وران دي
نه پوهيږم دا کوم دين دی
دوی پر کومه خوا روان دي ؟
دوی د مور او دپلار مينه
د اولاد شيرينه وينه
په بمونو څنګه وژني ؟
په بمونو څنګه وژني ؟
دوی زامن که  شرمښان دي  ؟
دوې پلرونه که  لېوان دي ؟
زه غزل ورته حيرانه
چي دا څنګه انسانان دي ؟