کور / تازه خبرونه / په ملتان کې د بېړۍ داوښتو له امله ١٧ کسان وژل شوي

په ملتان کې د بېړۍ داوښتو له امله ١٧ کسان وژل شوي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پنجاب ایالت د ملتان ښار په چناب سیند کې يو بیړۍ د زورورو څپو له امله اوښتې.په بېړۍ کې د ناوې او د واده زلمي په ګډون د ورا ۳۷ کسان سپاره وو.د ملتان د ځایي چارواکو په ګډون د بېړنیو مرستو عملې د ناوې په ګډون ۲۰ کسان وژغورل او د واده زلمي په ګډون ۱۷ کسان ووژل شول.د ملتان چارواکو په وینا د ټولو ۱۷ کسانو مړي یې له اوبو را ایستي.دوی ویلي ټول مړه شوي کسان د یوې کورنۍ دي چې دوه ماشومان هم په کې شامل دي.د ملتان چارواکو په وینا د ټولو ۱۷ کسانو مړي یې له اوبو را ایستيکښتۍ له ساحله یوازې د ۲۰۰ مېترو په واټن کې وه چې زورورې څپې پرې راغلې او چپه شوه.پاکستان په ځانګړي ډول د پنجاب په ځینو ښارونو کې د تیزو او زورورو بارانونو له امله د چناب سیند اوبه پورته راغلي چې ګنې سیمې یې لاندې کړې هم دي.