کور / تازه خبرونه / طالبانو او حکومت ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبانو او حکومت ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو ولایت په سیداباد،چک او دایمیرداد ولسوالیو کې تېره ورخ د
بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۵ وسله وال مخالفینو،یو پولیس او دوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د چک ولسوالۍ په لنګر سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د
وسله والو مخالفینو یو لوړ پوړی قوماندان مولوی ولی الله د خپلو درې ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی .
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په ازادخیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات
ترسره کړي،چې په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو قوماندان عبدالله ووژل شو او د هغه ملګری بسم الله ژوندی نیول شوی دی .
د یو بل خبر له مخې په دایمیرداد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو پولیس ټپي شوی.
په دې اړه د ياد ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږلې سوې خبرپاڼه ليکي راغلي چي په دې نښته کي يوه اولسي وګړي هم خپل ژوند له لاسه ورکړى.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.