نوم: مختار رووفي
د پلار نوم: معلم صاحب عبدالله خان
عمر: 35 کاله
دفوتبال شروع: د ښوونځي په دوران کي البېروني عالي لېسه وروسته پامیرB
اوله رسمي لوبډله: پامیر 1996
منتخب ټیم: 1998
له کندهار څخه دباندي لوبي : کابل، هرات، مزار، هلمند، کندوز او تخار
له افغانستانه بهر لوبي: پاکستان او ایران.
له هر ټیم سره چي به مو مسابقه لرله که به ضعیف وو یا قوي موږ به خاصه تیاري ورته نیوله. ډېره هوسایي چي مي احساسوله هغه په دفاع کي د تاج محمد، په مرکز کي د فرید د حملې، په لین کي د قاسم جان د کارکردګۍ له وجي وه، خو د زړه کامل ډاډ مي پر ګول ساتونکي داوود جان وو.
جايزې او لاسته راوړني: په پامیر ټیم کي څو کاله پرله پسې قهرمانۍ، په منتخبه لوبډله کي له ولایتو څخه څو ځله کپ را وړل او په روزنه کي د ولایتو ترمنځ په لوبه کي د Bمنتخبي لوبدلي څو-څو واره فاینل ته وتنه، د فوټبال د روزونکي د D لېسنس درلودنه، همدغه رنګه د انګليش پریمیرلیګ مهارتونه د ایورټن او کریسټا پلس له ټرېنر (روزونکي) سره د کندهار په څو رسمي ټورنمنټو کي د غوره لوبغاړي جایزې ګټنه او د کابل او هرات په رسمي ټورنمنټو کي د ښه بازيګر ستاينليکونه ترلاسه کول.
د
مشهوره کېدو راز: د ښو ملګرو ډاډمنه يارانه، موخه او ارمان.
موخه: د فوټبال په ډګر کي مي هدف دا دی چي کوم څه چي مي زده دي نورو ته يې ورولېږدوم او خپلي ترلاسه کړي تجربې شریکي کړم.
ارمان: ارمان مي د يوې ښې او پیاوړې لوبډلئ جوړول دي چي کندهار او افغانستان په ونازیږي.
راتلونکی پلان: ان شاءالله که فدراسیون وتوانېدی چي د فوټبال اکاډمي جوړه کړي زه به د نوو نهالانو په روزنه کي تر خپل وس زيات کوښښ وکړم، چي یو ښه راتلونکی ولرو.
د خوښي نړیوال ټیم او لوبغاړي: په ملي ټیمونو کي مي برازیل او په کلبو کي مي ریال ماډریډ او دغه راز لوبغاړو کي مي زیدان پر زړه لګيږي.
کورنى ژوند: واده لرم او درې زامن یوه لور مي دي. که زامنو مي علاقه درلوده حتما به فوټبالران کيږي که نه نو یو بل ورزش به ضرور په کوم.
ترخه او خوږه خاطره: بده خاطره مي دا ده چي یو داسي رژیم راغی چي زموږ د فوټبال ټول میدانونه یې پر بله راواړول او فوټبال یې بند کړ. ښه خاطره مي دا ده چي په ایران کي داوود جان ګولساتونکي د افغانستان بیرغ په خپله پورته کړ چي په ليدو يې تولو افغان مهاجرو او موږ له خوشالۍ وژړل.