عجيبه ټولنه ده،چي په تيرو ديارلسو کلونوکي ئې د لګښتونو زياته برخه يې له نشه يې توکوسره د مبارزې او د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي په برخه کي لګيدلي دي،خو هيڅ مثبت اغيز ئې نه دئ کړى ددې پر ځاى چي دغه تاوتريخوالى پاى ومومي ددې پرځاى چي د نشه يې توکود کرکيلې ګراف راکښته سي،لا لوړ سوى دئ.
دغه دواړه هغه مسلي دي،چي دنړيوالو پام ئې په ځانګړى ډول ور جذب کړى دي،خو نه نړيوالو وغوښتل چي خپلي مرستي په ځاى ولګوي،او نه هم هغه موسيسواو اينجوګانوچي ددې چارې له پاره جوړې سوې وې.
اوس هم په افغانستان کي له ښځو سره د تاوتريخوالي ګراف ترټولو لوړدئ،هغه نادودې چي له ښځو سره کيږي،شايد د مځکي پرمخ په هيڅ هيواد کي داسي حال نه وي.
په سهيل کې د حقوق بشر ددفتر مسئولينو څو ورځي وړاندي له رسنيو سره په خبرو کې خبردارى ورکړى،چې سږ کال تر نورو کلنود ښځو د تآوتريخوآلي په برخه کي ٣٣ سلنه زياتوالى راغلى دئ. د بشري حقونو د دفتر مسئولين وايې د ښځو د نفقې نه وركول،د ښځو وهل ټكول،ربړول،ډول ډول روحي او فزيكي شكنجې، او جنسي تيرى،د زده کړو څخه بې برخي کول او دې ته ورته پيښې هغه څه دي،چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي معمول اوښتي دي.
تير ١٣٩٢کال ترنورو کلونو د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي پيښي د زياتوالي کال بلل کيدۍ،په همدې اړه تيرکال ملګرو ملتونو د افغان ميرمنو د ژوند د خرابوالي په اړه يو راپور خپور کړ، چي ګواکي دافغان ښځو په وړاندي تاوتريخوالى تر پخوا زواخستي دي .
په ملګرو ملتونو کي د ميرمنو په وړاندي د تبعض د له منځه وړلو کميټې رپوټ چي تير کال ئې خپور کړى وايې،ځيني افغان ښځي له ودونو څخه د خلاصون په مخه اړ وځي،چي ځانونو ته اور واچوي، ددوي په قول چي ډيري افغان ميرمني له زورزياتي سره مخ دي.
ډيرى افغان ميرمني د لوړي کچې څخه د تاوتريخوالي سره مخ دي،کورنى زور زياتى،جنسي تيرى او ان سنګسارهغه لويې پديدې دي چي، په نا امنو سيمو او يا هم د غيري مسول وسلوالوتر کنټرول لاندي سيمو کي رامنځ ته کيږي او افغان ميرمني کړوي.
د ټولني د دودونو له مخي ځيني افغان ښځي په زور وديږي،او يا هم په بدو کي ورکول کيږي،په ماشومتوب کي وديږي،چي وروسته بيا د ځان د ژغورني په موخه اړوځي ځانونوته اور واچوي.
په ټوله کي په افغانستان کي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالي اوس په يو جنجالي او پيچلي موضوع بدله سوې،خو دغه موضوع بيا ډيرو کسانو ته چي په دې برخه کي د کار کولو له برکته ئې خوري، د ميرمنو د دفاع په نوم ئې تش اينجوګاني او بنسټونه فعال کړي او له دې لاري ئې ځانونو ته داسي ژوند جوړ کړى،چي شايد د مځکي پر مخ ئې ډير کم کسان ولري.
دغه ډول ميرمني لا هم د خپل ګاونډۍ ميرمني له حاله نا خبره دي،چي په څه حالت کي ژوند تيروي،او لا هم د هغوميرمنو له درده څوک نه دي خبر،چي خپل سرپرست او سر سيوري ئې په جګړوکي د لاسه ورکړى په نتيجه کي فقر کوي اوبل ته د سوال لاس غځوي، هغه ميرمني ئې لا هم د سترګو الونيا دي،چي په محل کي ئې د حيواناتو سره تبادله کوي.
ځيني کسان په څو کلونو کي له دې لاري ميلياردران سوه، خو د ښځو په وړاندي د پرتو خنډونوپه له منځه وړولو کي جدي اقدامات ونه سي او د عامه پوهاوي کمپاينونه ترسره نسي،نو ګوره چي دا ستونزه به په ځاى پاته سي او هيواد ته دښځو د دفاع په نوم راتلونکي پيسې بيا هم د هغه يو څو ښځو په برخه سي چي په تيرو ١٣ کلونو کي ئې ځانونو ته پرې جنتي او فيشني ژوند برابر کړى او د نورو حال نه لري.
دا چي زموږ ټولنه يو اسلامي او افغاني ټولنه ده،په دې ټولنه کي تر هرچا ملا امامانو ته ډير د قدر په سترګه کتل کيږي او خبره ئې خلک ډيره مني،نو لازمه ده،چي د ټولنيز ژوند په اړه ملامامان په مسجدو او جامع ګانو کي تبلغ تر خلکو پوري ورسوي،او هغوئ له يادو ستونزو څخه په امان کړي.
که زموږ په ټولنه کي ملا مامان په رښتني ډول خلکو ته لکه څنګه چي لازمه ده تبلغ وکړي،باوري کيدلاى سو،چي ستونزي به مو حل او د پاى ټکى موندلى وي،که چيري ملا امامان هم په درواغو له خلکو مياشته ګي اوډوډۍ ټولوې او خلکو ته په رښتني ډول د خداى او د خداى د رسول لاره نه ورښوې اوهمدارنګه بهرني هيوادونو مرستي هم په هغسي غفلت تر شخصي جيبو پوري ځي،نو خود به اړينه وي،چي د افغان ميرمنو په وړاندي تاوتريخوالى ورځ تر بلي زياتيږي.
د يو ودان اوسمسور افغانستان په هيله