کور / تازه خبرونه / يوشمېر ستونزو ته به د قومي مشرانو په مټ حل لار پيدا کوو

يوشمېر ستونزو ته به د قومي مشرانو په مټ حل لار پيدا کوو

د قومي مشرانو په همکارۍ به ټولو ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کوو.
د میدان وردګو والي ښاغلی عبدالمجید خوږیاڼي د دغه ولایت د یو شمېر مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې وویل په دغه ولایت کې به په نظامي او ملکی برخو کې ټولو ستونزو ته د قومي مشرانو په همکارۍ د حل لارې چارې پیدا کوو.
په جوړه شوې غونډه کې د نظامي منسوبینو سر بېره د ولسي جرګې غړي شیرولي
وردګ،د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمدحضرت جانان،غړي شیرشاه بازون،ملي
سوداګر انجینر حسیب کلیمزي او نورو ګڼ شمېر قومي مشرانو او مخورو برخه
اخیستې وه.
د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمدحضرت جانان وویل که امنیتي
ارګانونه غواړي،چې په میدان وردګو کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د امنیتي پېښو مخنیو وشي نو د دوی وړاندیزونه دې ومنل شي .
هغه زیاته کړه،دوی غوښتنه لري،چې د عامه ساتنې پولیسو په لیکو کې دې د
دغه ولایت ځوانان جذب شي،ترڅو د لویې لارې ساتنه د دوی لخوا ترسره شي .
خو د ولسي جرګې غړی شیرولي وردګ بیا د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د عامه
نظم پولیسو پر ځای د ملي اردو سرتېرو د ځای پر ځای کیدو غوښتنه وکړه .
ده زیاته کړه،تردې مهاله،چې په یاده لویه لاره څومره ستونزې رامنځته شوي،د عامه نظم پولیس په کې مستیقم لاس لري.
په همدې حال کې د میدان وردګ امنیه قوماندان خلیل انداربي ژمنه وکړه،چې د
عامه ساتنې پولیسو په لیکو کې به د دغه ولایت ځوانان په دندو وګماري،ترڅو د امنیت په ساتلو کې له دوی سره همکاري وکړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني له یادو مشرانو مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د ستونزو شریکولو او ورته د حل لارو چارو لټولو په موخه له دوی سره غونډې نیسي .
هغه وویل د قومي مشرانو په همکارۍ به په دغه ولایت کې ټولو ستونزو ته د حل لارې چارې لټوي .
ده همدا راز د چک سړک د جوړولو او په دغه ولسوالۍ کې د برېښنا بند د چارو له پیل کیدو هم خبر ورکړ.
د نوموړی په وینا د اوبو او برېښنا وزارت د چک برېښنا بند لپاره بودیجه لري او د امنیتي پلان په جوړېدو سره به یې عملي چارې پیل شي .
د میدان وردګو والي د معلوماتو له مخې د چک سړک د پخولو چارې،چې له څو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې وې،هم د شرکت مسؤلینو سره خبري اتري کړي او د څو ورځو په ترڅ کې به د یاد سړک د جوړولو چارې د پخواني او یاهم نوی شرکت لخوا پیل شي .