کور / تازه خبرونه / د مسعود ١٣م تلين د کابل چاپ په ورځپاڼو کي

د مسعود ١٣م تلين د کابل چاپ په ورځپاڼو کي

کابل چاپ ورځپاڼو د احمدشاه مسعود د ۱۳م تلین د لماڼځغونډې په اړه مطالب خپاره کړي

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د جمهور رییس حامد کرزي د تیرې ورځې په څرګندونو او دا چې د انتخاباتو نتایج به څنګه او کله اعلانیږي؛ په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې په لومړی پاڼه کې د احمدشاه مسعود د وژل کیدو د دیارلسم تلین په لماڼځغونډه کې د جمهور رییس حامد کرزي وینا له قوله لیکلي چې؛ د ده د حکومت دوره ختمه شوي او افغانستان نوي حکومت ته عاجل ضرورت لري.

په مطلب کې لیکل شوي چې؛ جمهور رییس حامد کرزی په دې باور دی چې؛ د دواړو کاندیدانو اتفاق او اتحاد که هر څومره ژر حاصل شي؛ د هیواد په ګټه دی.

په همدې ډول دې ورځپاڼې لیکلي چې؛ د لویې جرګې په خیمه کې د صبغت الله مجددي د خبرو مخنیوی وشو او له دې خبرو سره چې؛ که زه په حقه وم خدای دې زما راستي ډیره او که تاسې غلط وی؛ خدای دې جزا درکړي ښاغلي مجددي د دریځ له سره راکوز شو.

د مطلب لیکونکي لیکلي، که څه هم د صبغت الله مجددي له خبرو سره د مخالفت وجه چا نه ده بیان کړې؛ خو د ده په خپل باور د مجددي هغه خبرې د دې چلند لامل بللي؛ چې ویلي یې وو، په اوسنیو شرایطو کې عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست لپاره وړ کس نه دی.

افغانستان اکسپرس:

د افغانستان اکسپرس ورځپاڼې هم د لویې جرګې په خیمه کې د عبدالرب رسول سیاف څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي.

هغه کسان چې د وسله والو مخالفینو لپاره د حملو زمنیه برابروي له دین څخه خارج دي.

په همدې ډول د مطلب په دوام راغلي چې؛ ښاغلی سیاف په دې باور دی چې؛ د داسې کسانو په ضد باید له پراخو استخباراتي معلوماتو څخه ګټه واخستل شي.

انیس:

د انیس ورځپاڼې هم د جمهور رییس حامد کرزي د تیرې ورځې څرګندونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې، جمهور رییس کرزي په ډير ټینګار سره دواړه کاندیدان مخاطب کړل چې؛ باید جوړې ته ورسیږي، څو هېواد له روان حالت څخه وباسي تر څو ژر تر ژره د لوړې مراسم په ځای او افغانستان د نوي حکومت څښتن شي.

په همدې ډول د انیس ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ مخکې له دې چې هیواد د لا بحران په لوري ولاړ شي؛ جهادي مشران او د هیواد با نفوذه کسان باید خپل مسوولیت ادا او دواړه کاندیدان په یوې موافقې راضي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې انیس په یوه بل مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رییس احمد یوسف نورستاني له قوله لیکلي چې؛ له دواړو کاندیدانو یې غوښتي چې موافقې ته ورسیږي او کنه د انتخاباتو نتیجه ژر اعلانیدونکي ده.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې بیا تر دې عنوان لاندې چې “د انتخاباتو نتیجې په هیڅ عنوان نه منو” یو مطلب خپور کړی دی.

د مقالی لیکوال د کاندید عبدالله عبدالله هغه خبره نقل کړې چې؛ د انتخاباتو څخه ورووسته یې په هر مطبوعاتي کنفرانس کې یادونه کړې ده چې؛ د انتخاباتو نتیجې ورته په هیڅ صورت د منلو نه دي.

دا ورځپاڼه لیکي، چې عبدالله عبدالله ویلي چې، د ټولو دولتي امکاناتو څخه یې د سیال ټیم لپاره استفاده شوې ده او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم د مقابل ټیم په ګټه پراخې درغلۍ کړي دي.