چارواکو د کندهار د صنعتي پارک د امنيت پر خونديتوب ټينګار وکړ.
د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري جوړه سوې وه، کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا پر امنيتي منسوبينو ټينګار وکړ چي د صنعتي پارک امنيت ته خاصه توجه وکړي. ښاغلي ويسا وويل، دا چي صنعتي پارک د فابريکو مرکز او ډېر مهم ځاى دى، نو امنيت ته يې بايد ډېره توجه وسي. هغه زياته کړه، څه وخت مخکي د صنعتي پارک له يوه تجار څخه څو تنو غلو پيسې وړي وې، چي اوس د پوليسو له لوري د پېښي تفتيش دوام لري. نوموړي پر امنيتي مسوولينو ږغ وکړ چي د دې پېښي تر څنګ دي د راتلونکي لپاره د صنعتي پارک امنيت وساتي.
د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر پاسوال رحمت الله اطرافي وويل، چي د يوې اوونۍ په جريان کي يې ١٧ وسله وال وژلي، ٣ ټپيان کړي او ٣ نور يې ژوندي نيولي دي. نوموړي داراز خبر ورکړ چي ٢٦ تنه نور يې د يو شمېر جرمونو په تور نيولي دي. اطرافي زياته کړه، تېره اوونۍ يې يو له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل شنډ کړى او ١٦ بېلابېل ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو د کشف مدير ډګروال شېرمحمد وويل، د باور په نوم عمليات چي په خاکرېز، ارغنداؤ، ژېړۍ، پنجوايي، شاوليکوټ او غورک ولسواليو کي پيل سوي ول، لا هم دوام لري. هغه زياته کړه چي د دې عملياتو په جريان کي يې ١٦ وسله وال مخالفين وژلي، ٦ يې ټپيان کړي او يو يې ژوندى نيولى دى. نوموړي د ٢٦ بېلابېلو ماينونو د خنثى کولو خبر هم ورکړ.
د يادوني وړ ده چي د چارواکو ، و وسله والو ته د مرګ ژوبلي د ادعا په اړه خپله هغوى تر اوسه څه نه دي ويلي.