کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاريس نړيواله غونډه [غروال]

پاريس نړيواله غونډه [غروال]

افغانستان په بابله په پېرس کي د نړيوالي غونډي اعلاميه


د اسلامى جمهورى افغانستان دولت او نړيوال استازى د جون په ١٢ مه نېټه په پېرس کي راغونډ شول چي د  افغانستان د امنيت، پرمختگ او بشرى رښتو(حقوق) په هکله د خپلو ژمنو پخلي اوکړى. په دي غونډه کي چي کومه  اعلاميه لاس ليک شوه هغه ټکى په ټکى لاندي ژباړن کېږى.
د اسلامى جمهورى افغانستان دولت او د نړيوالي ورورولۍ استازى په افغانستان کي د امنيت راوستو، بيا رغونې، پرمختگ او بشرى رښتو په بابله د خپلو ژمنو پخلي کوى. دا نړيواله غونډه د پرانس صدر سرکوزى، د افغانستان صدر حامد کارزۍ او د ملگرو ملتونو سر منشى بان کى مون په ګډه سره پرانسته.
دا غونډه له په پخوالى سره دا ژمنه کوى چي د افغانستان د ملى رغوني دپاره د افغانى مشرانو سره له زيات په نزدي او يوالى سره مرسته اوکړى. مونږه د دي خبري بيا پخلي کوو چي  ! افغانستان تړون! به ځمونږ د کار کولو بنسټ وى. مونږه  دي خبري تا اوليت ورکو چي په افغانستان کي اداري ځواکمني او اقتصاد تا وده ورکړو چي د کرني او انرجۍ سکټرونه پکي وړومبۍ راځى. ددي سره سره به هاغه مدونه هم په نظر کي نيولى کېږى چرته چرته چي د مخکي نه ګټي تر لاسه شوي دى.  افغان دولت  د سياسى او اقتصادى ښپورنو(اصلاحاتو) روان ساتلو پخلي هم کوى. نړيواله ورورولى دا خوښى څرګندوى چي دويۍ خپلي وسيلي ز
 ياتي کړى او په اغېزمنه ډول يي پکار راولى. مونږه يو بل سره د ډېر نزدي تعاون  پخلي هم کوو.
مونږه د مرستندويه او څارني بورډ د مشرتابه د راپور ستاينه کوو په کوم کي چي تر اوسه پوري لاس تا راوړني په ګوته کړي شوي دى چي په هغي کي د روغتيا، زدکړې، اوډانګ(انفراسټرکچر) ، اقتصادى ودي او د افغانستان ملى پوځ رغونه د يادولو وړ دى. خو بيا هم ډېري ننګوني لا پرتي دى چي په هغي کي د امنيت،  قانون  پلي کولو، دولتى فعاليت، د ځانى سکټر نشتوالى، پرمختګ او د وګړو د امنيت ننګوني او ستونځي ډېري څرګندي دى او مونږه ددي ټولو هوارئ غواړو.
مونږه د افغانستان د امنيت او پايښتوب په اړه د بخارست د اوسنى کانفرنس د پريکړو ستاينه کوو.
نن مونږه په لاندينو ټکو باندي زور اچول غواړو کوم چي د افغانستان د خلکو د پرمختګ او خوشالۍ دپاره ډېر ارزښتمن دى!
په افغانستان کي اولسواکۍ تا وده ورکول مونږه  د کال ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ ټولټاکنو تا ډېر ارزښت ورکو ځکه چي دي سره به په افغانستان کي د ديماکراسۍ جړي ډېري ژوري شى. نړيواله ټولنه د بي پرې، ازادو او پرامنه ټولټاکنو د تابيا چاري پخپله غاړه اخلى.
 افغانى اولس د روښانه سباوون دپاره د افغانستان ملى پرمختګ لائحه عمل مرسته کول دا پلان چي نن ځمونږ مخي تا کېښودئ شو د راتلونکو پنځو کالو دپاره ځونږ دپاره د تګ لاره ده. مونږ به ټول په ګډه سره هڅه اوکړو چي ددغه باندي پروګرام د پلي کولو دپاره پانګي وراورسو او هاغه موخي تر لاسه کړو د کومو پرېکړي چي د لندن په افغان تړون کي شوي دى. مونږه ټول په يوه خله دا وايو چي دا پروګرام په داسي ډول مخکي بوتلل پکاردى چي د دي نه د افغانستان هر يو کلى او اولسوالۍ تا يکمانه ښېګڼي اورسېږى.
د کرني او انرجۍ سکټرونو کي سرمايه کارى کول نړيواله ټولنه د افغانستان دولت ددي پلان ستاينه او ملاتړ کوى چي د کرکيلې، اوبخوړ او انرجۍ مدونوتا دي اوليت ورکړي شى او دي سره سره دي د روغتيا، زدکړي او لارو جوړولو کارونه هم په مخکي بوتلئ شى. مونږه د افغانستان د زرعى پراختيا او کليوالي ودي دپاره ژمنه کوو او غواړو چي په پراخه توګه د برېښنا د زېږولو، لېږدولو او خورولو هڅي هم پر مخکي بوځو چي دغسي د افغانستان اقتصادى وده چاخه کړئ شى او روزګارزيات کړئ شى. مونږه  ټولو افغانانو تا د خوراکى توکو برابرولو ژبه کوو او د خوراکى موادو دا  روان نړيوال بحران مو هم د نظرد
 لاندي دې.
دځانى يا پرائيوېت سېکټر په وسيله د پرمختګ امکانات رامينځته کول د افغانستان حکومت غواړى چي ځانى سرمايه کارى د کرنې، اوبه خوړ ، برېښنا او نورو مدونو کي  حوصله افزائى اوکړى. د ماليي راغونډولو سسټم تا وده او پراختيا ورکړى او د نجى پنګي راجلبولو دپاره نوى قوانين او ضابطي جوړي کړى چي دغسي د پرائيوېټ سکټر د ودي دپاره سازګاره چاپېريال رامينځته شى. افغانى دولت او نړيواله ټولنه په دي خبره باندي يوه خله دى چي د آزاد تجارت د ودي دپاره به هلي ځلي کوى او دا هڅه به کوو چي د ورورولۍ او دوستاني پر بنسټ باندي د نړيوالو ذمه دارو د سرتا رسولو سره د سيمي د هېوادونو سر
 ه ازاد تجارت مخکي ولاړ شى.
 افغانستان دولتى ادارو تا ځواک او وده ورکول چي دا د افغان اولس د خد مت کولو جوګه شى د تېرو شږو کالو لاس تا راوړنو د ساتلو دپاره او په حکومت باندي د خلکو اتبار زياتولو دپاره د افغانستان حکومت   داسي ګامونه پورته کولو تا چمتو دئ چي هغي سره مدنى ادارې، مقامى حکومتونه، انصاف، پوليس او نوري اولس سره اړه لرونکي اداري فعاله کړى. حکومت دا خبره هم منى چي نوکرۍ به د اهليت په بنياد باندي ورکولي کېږى. نړيواله ټولنه په دي راضى ده چي د ملکى او لاندي ادارو د پرمختګ او سنبالودپاره د حکومت ملاتړ اوکړى او په پراخه ټوگه د ادارو چلولو دپاره اهل مدنى چارواکى رامينځته ک
 ړى.
مالى مرستي په داسي اغېزمنه توګه خرڅ کول چي ترېنه ټول افغانان  يو برابر ښېګڼي تر لاسه کړى  نړيواله ټولنه په دي خبره يوه خله ده چي خپلي مالى مرستي زياتي کړى او د يو روښانه احتسابى سسټم لاندي يي راولى. دا مالى مرستي به په داسي ډول ورکول کېږى چي مونږه پخپلو کي ترينه خبر ياست. دغه مالى مرستي به يو مخي ملکى بجټ او هاغه دولتى ادارو تا ورکولي کېږى کومو تا چي د سنبالښت يا منېجمنټ    د استعداد ډېر ضرورت دئ. نړيوالي ټولني دا خبره په ځان اومنله چي مالى مرستي به داسي ورکوو چي لاندي خلک يي اووينى او اومنى. مونږه دا خبره هم په نظر کي ساتو چي د نړيوالي ټولني د مرستو نÙ
 ‡ د افغانستان ټولو ولايتونو تا يو برابر فائدي اورسى. مونږه په دي خبره هم اتفاق کړئ دئ چي ټولي مالى مرستي به د رياست سره نيغ په نيغه کولي شي چي دغسي رياست پياوړئ شى او د رياست نه بهر به بلي کومي اداري سره مرسته نه کولي کېږى.
درغليو او بډو پرزد جنګ کول  افغان دولت غواړى چي د بډو او درغليو پرزد خپلي هلي ځلي او هڅي لا نوري هم چاخي او ګړندۍ کړى. نړيواله ټولنه به په دي ترس کي د حکومت سره پوره پوره مرسته کوى او د پروفېشنل اډت او په ګډه سره د اډت کولو  په لړ کي به لاس امداد  هم کوى چي دغسي په دي مد کي د افغانى دولت د اډت کولو چل هنر تا وده ورکړئ شى.
د نشايي توکو پر زد جنګ مونږه په دي خبره ډېر اندېښمن يو چي په افغانستان کي او ځانګړي توګه په څو ولايتونو کي د نشايي توکو پېداوښت او سمګلنګ خورا ډېر دئ او دا د افغانستان د پرمختګ په لاره کي لوئئ خنډ دئ. مونږه په دي خبره ډېر خوښ يو چي د ډوډو کښت يومخي په ټيټېدو دئ او په کومو ولايتونو کي چي اوس د ډوډو کښت نه کېږى نو هاغه ولايتونو تا مرستي ورکول پکار دى چي دغسي دا اکر پرځائئ اوساتلي شى. حکومت له پکار دى چي د منشياتو او نورو غېرقانونى توکو پرزد خپلي هلي ځلي له نوري هم ګړندۍ کړى او نړيواله ټولنه د حکومت سره د هرډوله عملى او تکنيکى مرستو کولو تا چمتو ده او غوا
 ړى چي ددغو خلکو د ژوند ژواک دپاره نوري وسيلي رابرسېره کړى.
د ملت بيا رغوني په بهير کي د عامو خلکو ګډون يقينى کول  نړيواله ټولنه د حکومت د ټولني د بېله بېلو برخو سره د خبرو اترو د کوښېښونو تود هرکلئ کوى او غواړى چي دا د خبرو اترو بهير روان اوساتلئ شى او د ټولني تر هاغه برخو پوري اورسولئ شى کومي چي تر اوسه پوري د داسي کوښېښونو نه بهر دى. د اسلامى اولسواکه فغانستان د ودي ، پرمختګ او امن دپاره داسي کول ډېر ارزښت لرى.
د ټولو افغانانو دپاره د بشرى رښتو(حقوق) منل او درناوي کول  دا خبره ځمونږ په نظر کي ده چي د بشرى رښتو د ساتلو دپاره د قانون پلي کول ډېر ارزښت لرى. مونږه د ښځو د ملى پلان د پلي کولو مرسته کوو.مونږ په ځانګړي توګه د نړيوال بشرى قوانينو منلو، ساتلو او درناوي کولو باندي زور اچوو. څنګه چي اوس اوس د بخارسټ په غونډه کي دا پخلي شوي دئ چي د عامو خلکو د مرګ ژوبلي نه ډډه کول به يقينى کولئ شى.
سيمه ييز تعاون تا وده ورکول نړيواله ټولنه د اقتصاد، سياست او امنيت په ډګرونو کي د ګاونډى هېوادونو سره تعاون ډېر ارزښتمن ګڼى. د يو پايښته افغانستان په جوړولو او پولو د امنيت ساتلو کي د ګاونډى هېوادونو ډېره مهم رول دئ. مونږه د ملګروملتونو د افغانستان دپاره د ځانګړى استازى د ګومارولو ستاينه کوو چي دئ به نه يووازى د بهرانو هېوادونو ترمينځه بلکي د نړيوالي ټولني او افغانستان تر مينځه د کوارډينشن چاري په ښه شان تر سره کړى.
نن په پاريس کي د اسلامى جمهورى افغانستان او د نړيوالي ټولني تر مينځه د شراکت ځواکمنه کولو پخلي کېږى د کومو بنسټ چي د افغانستان د مشرانو وړاندېزونه دى د کومو د سرتا رسولو دپاره به مونږه خپلي خپلي ذمه دارۍ سرتا رسوو. مونږه دا پخلي کوو چي د يو ښادمن، ازاد او جمهورى افغانستان د ودي دپاره د اسلامى اصولو په رڼا کي مخکي تګ اوکړو د کومو سپيناوي چي د کال ٢٠٠١ بون او کال ٢٠٠٦د لندن افغان تړون کي شوي دئ.