ښايي نن کاندیدان د اجرایوي ریاست د صلاحیتونو په اړه خبري وکړي”
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي په راتلونکي حکومت کې د اجرایوي ریاست د صلاحیتونو او د پغمان پیښې عاملینو ته د اعدام د حکم په اړه لیکنې او تبصرې کړي.
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم له قوله لیکلي؛ چې که مساوي واک ورنه کړل شي خونړي اعتراضونه به پیل کړي.
په مطلب کې وړاندې لیکل شوي، دواړو انتخاباتي ټيمونو ویلي چې ښايې نن دواړه کاندیدان د اجرایوي ریاست د صلاحیتونو په اړه خبرې وکړي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا ولسمشربارک اوباما بیا له افغان کاندیدانو سره د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو او د انتخاباتو د نتیجو د منلو په سر ټيلېفوني خبرې وکړې.
په مطلب کې وړاندې د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله انتخاباتي ټيم په حواله راغلي چې له عبدالله عبدالله سره د ولسمشراوباما په دغو پنځه څلویښت دقیقو ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي اوباما له عبدالله غوښتنه کړې چې له اشرف غني احمدزي سره د خبرو په هدف وګوري.
دولتي ورځپاڼې انیس د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي په حواله ویلي چې؛ د انتخاباتو تخنیکي چارې به په راتلونکو څو ورځو کې پای ته ورسیږي.
هېواد ورځپاڼې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو لوی قومندان جنرال کمپبل او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال محمد یونس قانوني د کتنې پربنسټ لیکلي چې د انتخاباتو په کمیسیون کې د رایې پاڼو د پلټنې بهیرپای ته رسیدلی دی.
ورځپاڼې زیاته کړې افغانان هیله من دي چې په ډيرلنډ ممکن وخت کې په هېواد کې د ملي وحدت د یوه حکومت د جوړولو شاهدان و اوسي.
په دې کتنه کې همدا راز د نړېوالو ځواکونو لوی قومندان هم ټينګارکړی چې افغانستان د ملي یووالي حکومت جوړولو ته اړتیا لري.
د محور ورځپاڼې په سرمقالي کې راغلي چې په کابل کې یوې ابتدايه محکمې د پغمان پیښې 7 عاملانو ته د اعدام سزا واوروله چې د هېوادوالو له خوا يې تود هرکلی وشو، خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې د دغو کسانو ملاتړي څوک دي او د دوي په اعدام سره به د دغه شان پېښو سرچینې له منځه ولاړې شي که څنګه؟
د مقالې لیکوال لیکي که چیرته قضايې ارګانونه غواړي په هېواد کې امنیت راشي او خپل بایللی حیثیت بېرته اعاده کړي نو د پېښې اصلي عاملین دي افشا او د یوې علني محکمې په جریان کې دې پرې قانون تطبیق شي.
او په پای کې سرنوشت ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې د خلکو له پرله پسې غوښتنو وروسته، په کابل کې د دریمې حوزې لومړنۍ محکمې د خلکو له غوښتنې سره سم عمل وکړ او پرونۍ محکمې هغه اوو تنو ته سزا واوروله چې په غلاوو، وژنو او په دې وروستیو کې په یوه ډله يیز جنسي تیري تورن وو.
وړاندې لیکل شوي چې د اوسنیو دغو مجرمینو محاکمه به پر جنایتکارانو او مجرمینو اغېز ولري خو د جرمونو او جنایتونو د مخنیوي لپاره نه یوازې د دغه ډول کسانو، بلکې د هغوی د زورواکو ملاتړو محاکمه هم اړینه ده.