کور / تازه خبرونه / ټاکنيز بحران د شهيدانو قربانيو بې ارزښته کړي

ټاکنيز بحران د شهيدانو قربانيو بې ارزښته کړي

د غه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن (سې شنبه) په
دغه ولایت کې د شهیدانو اونۍ څخه د یادونې په غونډه کې وکړې.
هغه وویل: د جهاد پرمهال تر ۲ میلیونو زیات افغانان شهیدان او نږدې ۱۰ میلیونه نور کډوالۍ ته اړ شول او لا هم هر ورځ د دغه هېواد د ساتنې په موخه لسګونه شهیدان ورکوو.
د نوموړی په وینا د دغه ټولو شهیدانو د قربانۍ یواځینۍ موخه په افغانستان کې د ثبات او دایمي سولې رامنځته کیدل وو،خو موږ بریالي نشو،چې د دوی د دغې موخې او قربانیو ساتنه وکړو .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وایي تر ټولو زیات بې ارزښتي،چې د شهیدانو قربانیو ته ورکول کیږي،ټاکنیزې شخړي دي .
ده زیاته کړه،ګڼ شمېر کسان،چې د شهیدانو د قربانیو له امله یې اوس نوم او حیثت پیدا کړی،د دوی قربانیو ته ارزښت نه ورکوي او ورځ تر بلې د شخصي موخو لپاره افغانستان له بهران سره مخامخ کوي .
هغه له ولسمشر حامدکرزي،نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه،چې د شهیدانو د
قربانیو په موخه دې نور ټاکنیز بحران ته د پای ټکی کیږدي،ترڅو د افغانانو د رایو قدرداني وشي .
په جوړه شوې غونډه کې،چې د دغه ولایت د والي سربیره په کې د ملکي او نظامي ادارو مسولينو ، د شهداوو وارثينو ، معلولينو ، د ولسي جرګې ، ولايتي شورا او سولې شورا غړو په کې برخه درلوده،د کلام الله د ختم وروسته یې د شهیدانو روح ته دعا وکړه او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وشوه .
دا په داسې حال کې ده،چې د ملي سوداګر حسیب الله کلیمزي لخوا په میدان
ښار کې د ۵ میلیونو افغانیو په مالي لګښت د شهیدانو د څلې د جوړېدو چارې
رواني دي