کور / تازه خبرونه / دواړو لورو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبر روکړل سو

دواړو لورو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبر روکړل سو

د وسلوالې نښتې او یو ماین په چاودنه کې ګڼ شمیر مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز پنځه تنه سیمه ییز پولیس هم وژل سوي.

نن د بادپښ ولسوالۍ اړوند د انګیښي په سیمه کې د محلي پولیسو په یوه امنیتي پوسته وسلوالو مخالفینو برید کړی چې د پولیسو په ځوابیه برید کې ګڼ شمیر مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمیره یې دقیقه نه ده.
په دغه نښته کې دوه تنه محلي پولیس هم وژل سوي او يو ئې ټپي شوی.

بل لور ته د ۱۲ بجو په شا وخوا کې د سیمه ییزو پولیسو په یو رنجر موټر چې غوښتل یې له یادې سیمې زخمیان را انتقال کړي، د سرک د غاړې ماین انفجار کړی چې ۳ نورو سيميزو پوليسو خپل ژوند له لاسه پکښي ورکړى.