کور / تازه خبرونه / عبدالله : د ملي وحدت حکومت په خيرات کي نه غواړو

عبدالله : د ملي وحدت حکومت په خيرات کي نه غواړو

د ملي وحدت تر چتر لاندي د اجراييه بست پر سر ناندريو د ټاکنو د پايلو پر اعلان او د افغانستان پر اقتصاد زيات منفي اغېز کړی دی.

خو ډاکټر عبدالله په تازه څرګندونو کي ويلي، چي د ملي حکومت د جوړېدو سره يې توافق د روانو جنجالونو له منځه وړل دي : ( موږ د ملي وحدت حکومت ددې لپاره وغوښت، چي د بحران مخه ونيول سي، خو رقیب ټیم داسي فکر وکړ، چي ګواکي په خيرات يې ترې غواړو.)

عبدالله عبدالله يو ځل بيا په تېرو ټاکنو کي د پراخو درغليو يادونه وکړه او زياته يې کړه، چي د حکومت په ملاتړ ډاکټر اشرف غني احمدزي په درغليو مخکي سوی دی.

هغه زياته کړه، چي اوس خپل بريالیتوب اعلانوي، ځکه د رايو د بيا څېړني او تفتیش پر مهال هم پاکي رايي د ناپاکو څخه بيلي نه سوې.

ډاکټر عبدالله، چي په غوصه ناک انداز يې خبري کولې د خپلو پلويانو په منځ کي دا هم وويل، چي د تفتيش پروسې لسګونه ستونزي درلودې، نو ځکه يې خپل ناظرين څيړني له بهير څخه ويستل.

هغه وويل، چي تر ټولو زيات په دې غوصه ده، چي د تفتيش د پروسې وروسته يې د سيال ټيم سره د افغانستان د خلکو په خاطر د ملي حکومت د جوړېدو هوکړه وکړه، خو د ډاکټر اشرف غني احمدزي ويانديانو يې ناکامي اعلان کړه : ( هغوئ وويل، چي عبدالله ناکام سو او اوس د ملي وحدت د حکومت په چوکاټ کي د امتیاز غوښتنه لري.)

ډاکټر عبدالله زياته کړه : ( زه په ټاکنو کي د خلکو د رايو پر اساس واقعي بريالی کانديد یم.)

خو داسي ښکاري، چي پر عبدالله عبدالله اوس د نړيوالي ټولني فشارونه هم زيات سوي، ترڅو رښتني پايلو ته غاړه کښيږدي.

ددې ترڅنګ د عبدالله په ټيم کي پراخ درزونه رامنځته سوي او يو شمېر مهم غړي ترې خپه سوي دي.

عبدالله عبدالله د ملي وحدت په جوړېدونکي حکومت کي اجراييه بست منلي، خو د صلاحيتونو په اړه يې جنجال جوړ کړی دی.

دده غوښتنه داده، چي اجراييه رئيس بايد د کابينې پر سر مشر وي، خو د اشرف غني احمدزي ډله دا کار د افغانستان د اساسي قانون خلاف بولي.