کور / تازه خبرونه / ٨ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

٨ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

د یو ملکي وګړي او د مخالفینو د یو قوماندان په ګډون ۹ تنه ووژل شول .
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په میرهزاره سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان او دوو نورو مهمو غړو په ګډون ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه عملیات چې تېره شپه ناوخته ترسره شول پکښي د وسله والو مخالفینو ۸ تنه ووژل شول .
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو ۸ موټر سایکلونه هم لمنځه تللي دي .
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د یو بل خبر له مخې د جغتو ولسوالۍ د لعلکي سیمې یو اوسیدونکی یوسف د
نامعلومو وسله والو کسانو لخوا د سیداباد ولسوالۍ په شنیز سیمه کې په وژل سوي دي.