د کندهار د ملي امنيت منسوبينو له لوري درې تنه وسله وال چي د کندهار په بېلابېلو برخو کي يې فعاليتونه کول، نيولي
په دې اړه د کندهار ولايت څخه رالېږلې سوې خبرپاڼه ليکي چي ياد کسان د کندهار ښار، د دې ولايت د پنجوايي او تلوکان اولسواليو اوسېدونکي دي.
او د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کي ئې وسله وال فعاليتونه کول.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.