د جنسي تیري په توراو سړو ته د اعدام سزا ورکولو او د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه نړیوالو ورځپاڼو ځینې مطالب خپاره کړي دي.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې په کابل کې د جنسي تیري په تور د او تنو په اعدام محکومولو مسالې ته اشاره کړې ده.
ورځپاڼه د بشري حقونو د یوې فعالې هما سعید له قوله لیکي؛ چې وایي، که د کابل په پغمان ولسوالۍ کې پرښځو د ډله ییز جنسي تیري عاملانو ته سزا ورنه کړل شي؛ افغان میرمنې به له دې وروسته هم د خشونت قرباني شي.
سعید ویلي چې، دا ښایي د ولسمشرحامد کرزي د واکمنۍ یوه ډیره مهمه شیبه وي.
ګارډین لیکي، دغه اوه تنه چې کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي، ولسمشرکرزی یې باید د اعدام حکم توشیح کړي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه په یوه مطلب کې د سیمه ییزو چارواکوله قوله لیکلي؛ د طالبانو له لورې په دې ولایت کې وروستیو حملوکې چې ټول دوبی یې دوام وکړ؛ له دوسوو زیات افغان سرتیري او پولیس وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز لیکي، چارواکي په تیره بیا د موسی کلا ولسوالۍ په اړه اندیښنه لري.
ورځپاڼه د موسی کلا د ولسوال حاجي محمد شریف له خولې لیکي؛ چې وایي، د دې ولایت امنیت په خرابیدو دی او وسله وال طالبان تقریباً په بازارکې ګرځي راګرځي.
شریف ویلي، که وضعیت په همدې بڼه دوام وکړي موسی کلا به ډیرژرد طالبانو له خوا سقوط وکړي.
نیویارک ټایمزلیکي، په تیرو لسو ورځو کې موسی کلا د سختو نښتو شاهده وه.
ورځپاڼه په دوام لیکي، د دې ترڅنګ په سنګین ولسوالۍ کې هم د طالبانو حملې دوام لري. د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په می او اګست میاشتو کې په دې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې؛ په نتیجه کې یې وسله وال د دې ولسوالۍ له مرکز څخه وتښتېدل؛ خو طالبانو د اګست میاشتې په وروستیو کې بېرته حملې پیل کړې.
ورځپاڼې د ملي اردو د یوه جنرال له قوله چې نوم یې نه دی څرګند شوی او د سنګین له وضعیته خبر دی؛ لیکلي چې، وسله والو په تیرو درې میاشتو کې په سنګین؛ نوزاد او کجکي ولسوالیو کې شاوخوا اوه سوه اتیا حملې ترسره کړي دي.
نیویارک ټایمز د هلمند د امنیې قومندان جمعه ګل همت خبره هم راخیستې؛ چې ویلي یې دي، که د ځواکونو یې لازم ملاتړ ونشي او په کافي وسلو او مهماتو سمبال نه شي؛ د سنګین جګړه به له کنټروله ووځي.
همت دغه راز ویلي چې که یوځل دښمن دا ولسوالۍ ترخپلی ولکې لاندې راوسته؛ بیا به ډیره ګرانه وي چې له دې ولسوالۍ وایستل شي.