کور / تازه خبرونه / ٤٧ کورنيو ته د سرپناه جوړوني چاري پيل سوې

٤٧ کورنيو ته د سرپناه جوړوني چاري پيل سوې

د ۹۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۴۷ کډوالو کورنیو ته د سرپناه جوړونې چارې پیل شوې .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ډنمارک هېواد کډوالو ټولنې لخوا د ۹۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۴۷ کډوالو کورنیو ته سرپناه،چې په کې هرې کورنۍ ته دوه خونې،خوړنځای او نور ضروري محلقات شامل دي د جوړولو چارې پیل شوې .
دغه ۴۷ کډوالې کورنۍ د بېلابېلو پېښو له امله مرکز میدان ښار ته راستني شوي دي .
همدا راز د ډنمارک هېواد د کډوالو ټولنې لخوا د کډوالو کورنیو ۲۵ تنو ته د خیاطۍ او ۲۵ نورو ته د مبائیل جوړونې د زدکړو مرکز تر جوړېدو وروسته په فعالیت پیل وکړ.
په ورته وخت کې د یادې ټولنې لخوا د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د ډوالو ۵۰ بې وزله میرمنو لپاره د چرګانو فارم جوړ او چارې د یادو میرمنو لخوا پیل شوې.
د ډنمارک هېواد کډوالو ټولنې رئیس حکمت الله وایي د حرفوي زدکړو تر سره کولو وروسته به یادو ۵۰ تنو کډوالو ته د خیاطۍ او مبائیل جوړونې بشپړ توکې هم د دوی په واک کې ورکړي،ترڅو ترې په عملي ډول په ورځني ژوند کې ګټه واخلي .
د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د یادو پروژ د پیل پر مهال وویل ولایت مقام او ادارو یې همیشه هڅه کړې،چې کډوالو ته اړینې مرستې ورسوي .
ده زیاته کړه،د حرفوي زدکړو ترلاسه کولو وروسته به دغه کډوال وکولای شي،چې ورځنۍ چارې پرې پرمخ یوسي .
د کډوالو چارو رئیس هم د خپلو خبرو پرمهال د ډنمارک مهاجرینو ټولنۍ او یونیسیار ادارې څخه مننه وکړه،چې وخت په وخت یې د میدان وردګو ولایت له کډوالو سره همکاري کړي او د دوی ستونزو ته یې د حل په لارو چارو کې له دوی سره همکاري کړې .
دا په داسې حال کې ده،چې ډیر ژر به د ډنمارک هېواد د کډوالو ټولنۍ لخوا په دغه ولایت کې معلولینو ته هم د حرفوي زدکړو زمینه برابره شي .