د ولسمشرۍ لپاره د دواړو نوماندانو تر منځ ننۍ خبري بې پایلي پای ته رسیدلي دي
نن د دواړو کاندیدانو تر منځ د ملي یوالي د حکومت پر سر خبري اتري سوي او تمه وه،چي ټاکنیزو ناندریو ته د پای ټکي کښیږدي،خو یو ځل بیا دغه ناسته بې نتیجې پای ته ورسېده
د اصلاحاتو او همپالني د ټیم ویاند فضل الرحمن د رسنیو سره په خبرو کي ويلي،چي نن ماپښین به دوی خپل نوی دریځ اعلان کړي
د ده په خبره،چي د ملي یوالي حکومت د جوړېدو پر سر تر ډېرو خبرو وروسته بیا هم کومي پایلي ته نه دي رسېدلي،چي دا ټیم به نن له خپلو پلویانو سره تر خبرو وروسته خپل وروستۍ دریځ په ډاګه کړي
په ورته وخت کي د بدلون او دوام ټیم مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي وايې ،چي سیال ټیم يې باید له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او د اساسي قانون سره مطابق خپلي غوښتني مطرح کړي،تر څو یوې پایلي ته ورسیږو او نور دې پروسې ته د پای ټکي کښیښودل سي
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما وړمه شپه له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره په ټيليفوني خبرو كې له دوى نه يو ځل بيا غوښتنه كړې، چې د خبرو اترو له لارې د ټاکنيزو لانجو حل لاره ومومي.
د یادوني وړ ده،چي د ټاکنو پر سر را ولاړو سوو ناندریو د افغانستان په هره برخه کي منفي تاثیرات پریښی او خلګ ژر تر ژره د دې پروسې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي
خلګ وايې هغه کس دي د افغانستان ولسمشر سي،چي د خلګو ډېری رای د ځان سره لري.