دغه پروژې،چې د میدان وردګو ولایت د مرکز په ګډون په ۷ ولسوالیو کې چاري ترسره کیږي،په کې د لوبغالو او سړکونو جوړولو سربیره د یو شمېر پروژو بیا ترمیم کول شامل دي،مالي لګښت یې د ثبات او کلیوالي لارو جوړونې پروګرامونو له لوري ورکول کیږي .
د ثبات پروګرام له لورې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ۵ ولسوالیو ( نرخ، جلریز، سیداباد ،جغتو او میدان ښار) کې د ۴۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د کرکټ او فوټبال او نورو لوبو ۳۶ لوبغالي جوړیږی .
د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئیس جان محمد حکمتجو وویل دغه لوبغالو ته د ځای انتخاب د کلیوالي شوراګانو لخوا ترسره شوی او ژر به یې عملي چارې پیل شي .
په ورته وخت کې د کلیوالي لارو جوړونې پروګرام له لورې د دغه ولایت په مرکزي بهسود او لومړی برخې بهسودو ولسوالیو کې د ۵۸ میلیونو افغانیو په مالي لګښت د ۲۲ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوي .
د یاد پروګرام د مرکزي زون مسؤل انجینر اجمل سیرت وایي په یاد سړکونو د جغل اندازۍ چارې پیل شوي،چې د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ میاشت کې به یې د جوړولو چارې پشپړي شي .
نوموړی همدا راز زیاته کړه،د ۵ میلیونو افغانیو په مالي لګښت به ۵ نورې پروژې هم ډیر ژر پیل کړي،چې په ترڅ کې به په دغه ولایت کې د دوی لخوا
جوړو شویو پروژو بیا ترمیم ترسره شي .
په همدې موخه د ولایت په مقام کې په جوړو شویو بېلا بېلو غونډو کې،چې د دغه ولایت د یو شمېر ادارو د مسؤلینو سربیره په کې د سیداباد،جلریز،نرخ او چک ولسوالانو هم ګډون کړی وو،د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د یادو دواړو پروګرامونو له مسؤلینو مننه وکړه.
نوموړی د ولسوالانو ته لارښوونه وکړه،چې د پروژو د پلي کیدو پرمهال د ولسونو په مرسته د یادو دواړو پروګرامونو له کارکوونکو سره همکاري وکړي.
هغه همدا راز د پروژو څخه په ښه توګه څارنه د ولسوالانو دنده وبلله او زیاته کړه،باید په یوه پروژه کې هم تخینکي ستونزې پرې نښودل شي