د باندنيانو زيات د ملي امنيتي ځواکونو سره د اولسونو همکاري اړينه ده.
دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له میدان وردګو ولایت څخه په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وکړ.
نوموړی وویل اوس مهال بهرني ځواکونه په میدان وردګو ولایت کې شتون نلري او له بهرنیانو زیات د دغه ولایت د ولسونو همکاري له ملي قواوو سره اړینه ده .
د میدان وردګو والي په وینا له دې وروسته به په دغه ولایت کې ټولې امنیتي چارې د ملي امنیتي ځواکونو لخوا ترسره شي،چې په ترڅ کې هغه ستونزې،چې تر دې وړاندې ولسونو د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال درلودې لمنځه ولاړې شي .
هغه همدا راز له ولسونو هم غوښتنه وکړه،چې اوس باید له خپلو امنیتي ځواکونو سره،چې د ولسونو له لمنځه جوړه شوې،په پوره توګه ولسونه همکاري
وکړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالجید خوږیاڼي له میدان ورګو ولایت څخه د بهرني ځواکونو وتل د ملي امنیتي قواوو لپاره ښه زیره هم وباله او زیاته یې کړه،دغه قواوې په دې باوري کیږي،چې د دې خاورې ساتنه د همدوی دنده ده او هر بهرنی یواځې په ټاکلي موده کې دلته پاتي کیدلای شي.
ده ټینګار وکړ،چې باوري دی،چې د بهرنیو سرتېرو په وتلو سره به افغان سرتېرې د میدان وردګو ولایت په امنیت تامینولو کې هڅې لا هم ګړندۍ کړي او په دغه برخه کې به تر پخوا زیات بریالیتونه ترلاسه کړي .
دا په داسې حال کې ده،چې څو ورځې وړاندې له میدان وردګو ولایت څخه ټول بهرني ځواکونه ووتل او خپل ځایونه یې د ملي اردو سرتېرو ته په واک کې
ورکړل