کور / تازه خبرونه / کندهار:د نوی ښوونیزکال پیل،د۱۵۶ښوونځیو تړل کیدل

کندهار:د نوی ښوونیزکال پیل،د۱۵۶ښوونځیو تړل کیدل

په کندهار ولایت کي نوي ښوونیز کال د زنګ په کړنګولو سره پیل سوو

کندهار والي د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسیمو کي وويل،چي د پوهني په بهیر کي د لاس وهنو له امله ښونیز بهیر ټکني دئ

هغه وايې د قومي او حزبي نفوذونو تر څنګ د پوهني په ریاست کي پارټ بازی د اداري فساد لامل سوي دي

باید وویل سي،چي دا مهال په کندهار کي ۱۵۶ ښوونځي د زده کوونکو پر مخي بندی دي.

کندهار ،چي د افغانستان له ګرمسیرو ولایتونو څخه شمېر کیږي، په دې ولایت کي نوی ښونیز کال د سنبلې پر ۱۵ رسمآ پرانیستل سوو

په دغه مراسیمو کي کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا د خبرو پر مهال د کندهار معارف د کیمیت له لحاظه ښه خو د کیفیت له امله د ښه کېدو په حال کي وباله

نومړي وايې د قومي او حزبي نفوذونو لرونکو مشرانو د لاس وهنو له امله په دې نه دي توانېدلي،چي د پوهني په ریاست کي وړ او د فساد سره ضد کسان په دندو وګماري

د کندهار د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون وايې ،چي تر شپږو کلونو وروسته په دې توانيدلي،تر څو د کتابونو د نشتون ستونزه حل کړي

هغه وايې که څه هم یو شمېر کسان يې په کارونو کي لاس وهنه کوي،خو بیا هم ژمنه کوي،چي د کندهار د پوهني بهیر ته به خدمت کوي

باید وویل سي،چي کندهار په خپل تشکیل کي ۴۵۰ ښوونځي لري،چي تر دې مهاله يې یوازي ۲۹۴ ښوونخي فعاله دي ،چي په دغو ښوونځیو کي دوه سوه وشل زره تنه زده كوونكي زده کړي او د څلور زره وپنځه سوه تنو ښوونكو لخوا تدریس ورکول کیږي

تر اوسه لاهم د کندهار په لیرو پرتو ولسواليو کي ۱۵۶ ښوونځي د بیلابیلو لاملونو له امله د زده کوونکو پر مخ تړي دي