دزابل په نوبهار ، شملزو او شاهجوۍ ولسوالیو کی دبیلابیلو امنیتي پیښیو په ترڅ کی لږ ترلږه ۱۵ کسان وژل شوی او ۷ ټپیان دی ، چارواکی وایی په وژل شویوکسانو کی وسله وال طالبان او امنیتي ساتونکي شامل دی ،
چارواکی وایی دپولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ لمړي دوه ساعته نښته ددي ولایت دشملزو او نوبهار ولسوالۍ پرلویه لاره هغه مهال ر امنځ ته شوه چی وسله والو طالبانو دپولیسو پراکمالاتي کاروان برید وکړ ، دزابل دامنی قومانداني دامنیت امر وایی دغه جګړه چی دوه ساعت روانه وه په ترځ کی یی دوسله والو طالبانو دیو ه مهم قوماندان ملا مراد کامل په ګډون ۱۳ کسه ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول ، نوموړي زیاتوی چی دوژل شویوکسانو جسدونه یی هم ولسوالۍ ته را انتقال کړي او دنښتي پرمهال دولتي لوري ته کوم زیان ندي اوښتی خو دمخالیف لوري څخه یی یوه اندازه وسلي او مهال په لاس راوړي.
بل پلو تیره ورځ ددي ولایت په شاهجوۍ ولسوالي کی دماین په یوه چاودنه کی دوه پولیس ووژل شول ، دشاهجوۍ ولسوال عبدالخالق ایوبي پیښه تایدوي او زیاتو چی چاودیدونکي توکي په یوه کثافات دانۍ کی اښودل شوی وه ، نوموړي زیاتوی چی دپیښه ورسته یی په سیمه کی پلټني پیل کړي خو په تړاو یی څوک ندي نیولي ، وسله والو طالبانو ددغه چاودني مسؤلیت پرغاړه اخستي ددغه ډلي ویاندوایی په چاودنه کی یی څلور پولیس وژل او دوه یی ټپیان کړي خو طالب ویاند دنوبهار اوشملز دنشتي په اړه څه نه وایی،
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه