هيواد: د افغانستان لپاره په وېلزکې د ناټو مهمه سرمشریزه
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له خوا د ورستیو ګواښونو، په وېلزکې د ناټو د جوړیدونکې سرمشریزې او د پغمان پیښې د مجرمینو اعدامولو په اړه لیکنې او تبصرې کړې.
د هېواد دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د افغانستان لپاره په وېلزکې د ناټو مهمه سرمشریزه.
د مقالې لیکوال لیکي، سبا به د برېتانيې په وېلز کې د ناټو سر مشریزه جوړیږي او په دې سرمشریزه کې به د ناټو تړون مشران د نورو نړېوالو مسایلو په ګډون د افغانستان په اړه ډېرې مهمې او تاریخي پریکړې وکړي.
انیس دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې افغان حکومت تمه لري چې د ویلز په جوړیدونکې غونډه کې به د ناټو مشران په هغو ژمنو موافقه وکړي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره کړي دي.
سرنوشت ورځپاڼې لیکلي، یوځلي بیا د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم د ځنيو غړیو ګواښونو زور اخیستی دوی پرله پسې ګواښونه کوي چې که غوښتنې یې ونه منل شي وسلې ته به لاس کړي، په زور به حکومت ونیسي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، چې د تحول او تداوم ټيم دې داځل دوی پریږدي چې د افغانستان خلک هم وګوري چې دوی څه کولای شي او ایا هغه ګواښونه عملي کولای شي او که نه چې دوی یې د خلکو د ویرولو لپاره کوي.
د ویسا په سرمقاله کې راغلي د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي، چې ولسمشرکرزی به د پغمان د غلا او جنسي تېري جنایتکارو مجرمینو د اعدام د حکم په لاسلیک کې هیڅ ځنډ ونه کړي.
د مقالې لیکوال وړاندې لیکلي دا چې ولسمشرکرزی د واک په وروستیو شپو ورځو کې دی، که دغه کار وکړي دا به یې ولس ته ورستۍ یوه ویاړلې تحفه وي.
محور ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې د ولسمشرکرزي د واکمنۍ وروستۍ ورځې دي او د اعدام د پرېکړو په اړه د هغه پخوانیو دریځونو ته په کتو نه ښکاري چې ولسمشربه په اسانۍ د پغمان د پیښې عاملینو ته د اعدام سزا لاسلیک کړي.
په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼي د ولسمشرحامد کرزي د ویاند له خولي لیکلي چې د پغمان د پیښې مجرمیونو ته به سخته سزا ورکړل شي.
په مطلب کې راغلي چې د پغمان ولسوالۍ د جنسي تېري د پیښې مجرمین باید ژر تر ژره په اشد مجازات محکوم شي او جمهور ریس به د دغو جنایتکارانو د مجازاتو د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي.