کور / تازه خبرونه / هلمند:په تصفيوي عملياتو كي ٨١ وسله وال وژل سويدي

هلمند:په تصفيوي عملياتو كي ٨١ وسله وال وژل سويدي

سرحدي پولیس وايي په تصفیوي عملیاتوکي (۸۱) تنه وسلوال ووژل او ګڼ شمیر ډول ډول وسلی یې نیولي دي .
په هلمندکي د(۶۰۴) سرحدي زون پولیسو دتیرو شپږو ورځو په تصفیوي عملیاتوکي چي دګډوځواکونو له لوري په ګرمسیر او خانشین ولسوالیوکي په لاره اچول سوې وه او مشري یې سرحدي پولیسو کول (۸۱) تنه وسلوال مخالفین وژلي ، (۸۰) عرادې موټرسیکلونه سوځول سوي چي یوموټرسیکل یې دچاودیدونکو توکو څخه ډک په سیمه کي کشف او خنثی کړی دی .
دشپږسوه څلورم سرحدي زون قوماندان مل پاسوال الحاج سلطان محمود (محمود) وایي چي دغه چاڼیزعملیات چي دسرحدي پولیسو ، ملي اردو ، ملي پولیسو او ملي امنیت له لوري په ګډه په لاره اچول سوي وه ، ددولت وسلوالومخالفینو ته درانه تلفات اوښتي دي .
هغه وویل په دغه جګړه کي ددولت دوسلوالومخالفینو (۳۵) جګړیزمزکزونه ، چي په کلیوکي ځای پرځای سوي وه له مینځه یو وړل سوه .
دغه مرکزونه په دیوالک ، وزیراباد ، دورزئ ، ششنګي ، پومبۍ او سربنادر چي دګرمسیر او خانشین ولسوالۍ اړونده سیمي دي شتون درلودی چي د وسلوالو مخالفینو څخه پاکي سوې .
قوماندان وویل چي په عملیاتوکي سرحدي پولیسو د دوښمن څخه (۶) عرادې ټیوټا ډوله موټرونه نیولي دي چي دوه عرادې یې دجګړې پرمهال سوځول سوي دي .
همدارنګه دوه میله زیکویک ، دوه میله پیکا ، (۴۰۰۰) پیره مرمۍ دزیکویک ، (۱۰۰۰) پیره مرمۍ د درازنوف ، ۴ پیره دراکټ مرمۍ ، ۶ دانې دزیکویک شریدونه ، (۱۰۰) متره لین دبرق ، (۲۰) پټاکۍ ، (۱۵) دماین کانچې ، (۲۰) دانې بترۍ دماین دکانچو ، دوه جلده کتابونه د دعوت جهاد په نوم او (۲۰) پاڼي اسناد دراجستر او بیلابیلو درنو وسلو دزده کړي ددوښمن څخه نیول سوي دي .
ددې ترڅنګ دوسلوالو مخالفینو دماین جوړوني پنځه فابریکې دسرحدي پولیسو له لوري دمینځه وړل سوي دی .
دنوموړي په وینا په یو اتیا تنه وژل سوو وسلوالو کي ددوۍ دمهموشبکو کسان شامل دي ، لکه سیلاني ، خیاط مشهور په سرحدي ، حیات الله مشهور په بشري او معتصم .
دشپږسوه څلورم سرحدي زون پولیسو دورستیو جګړو په جریان کي په خانشین ، ګرمسیر ، سنګین او نهرالسراج کي ددولت وسلوالو مخالفینوته درنې مرګ ژوبلي اړولي دی .
په هلمند كي د تيرو دوو نيمو مياشتو راهيسي جنگ روان دى، د طالبانو د اعلاميو او خبرونو له مخي دوى هم ادعا كوي چي سلگونو دولتي سرتيرو ته يي تلفات ارولي دي.