کور / هراړخیز / ښونځي مو مه راته ړنګوئ !

ښونځي مو مه راته ړنګوئ !

افغانستان شاو خوا د څلورو لسیزو په ناتار او د متعددو افغاني او بهرنیو کړیو په لاس جوړي شوي “دوزخ” کې ډوب او بلاخره په دې هیواد کې هرڅه نابود شول په دې ناتار او ملي ناورین کې دافغانستان ګاونډي هیوادونوه لکه ( ایران ) او( پاکستان) په پلان شویو اعمالو او اهدافو دې ولس او مسلمان ملت باندې تور تم راوست ،له بلې خوا افغانستان د غوره جغرافیایي موقعیت او ستراتیژیک موقف په لرلو سره په آسیاه کې د زړه او د ډیرو مهمو ترانزیتي لارو نښلونکی پیژندل کیږي.چې په ګران افغانستان کې د ځینو سیاسي ناخوالو یوازینۍ لامل هم دا ټکي په ګوته کیږي.
د (شر او فساد) په واکمنۍ کې ظلمونه او وینې تویدل لوړ حد ته ورسېدل بیګناه او مظلوم خلک د (ګیلم جمو) ( نظار شورا) او د یوشمېر نورو وحشي څارویو قربانیان شول، پایله دا شوه د ( طالبانو د اسلامي تحریک) غورځنګ ډګر ته شي چې په راتګ سره یې ټولې ډلې ټپلې یې نابودې او ځينې یې تر کولابه په سې واخیستل چې له دې اقدام سره سیاسي او پوځي واک په یوه لاس او امنیت ترډیره ښه او د مرګونو مخه بنده شوه.
له واکه د ( طالبانو د تحریک) تر چپول وروسته د نړیوالو سوله ساتو په سر کې د امریکې د متحده ایالاتو پوځي حضور او د موقتې ادارې له جوړیدو سره سم د افغانستان بیا روغونې بنسټ کیښودل شوه. په مختلفو چاروکې بیا رغنیزې هڅې پیل شوې، کارونه او پرمختګ ترلاسه او د نړیوالو منابعو مرستې پا یادو چارو ولګیدل.
(معارف) دافغانستان دبیا رغونې اصلي بنسټ ، معیاري او د زدکړې له نوي چاپيرال سره فعالیت او د ښوونیز نظام په بیا روغنه کې هڅې د یاد وزارت په مشرتابه کې د څو مدیریتي کسانو تر نظر هڅې پيل کړې ، په دې مهمه او ملي برخه کې هم کارونه وشول و د بیا رغونې بهیر ته لازمه کړنلاره او ځانګړې بودیجه په ډاګه شوه د ښاغلي (حنیف اتمر) تر مدیریت او څار لاندې ځینې مهم پرمختګونه وشول خو بسنه یې نه کوله.
کله چې ( ډاکتر فاروق وردک) د پوهنې نظام ته ور دننه شو د معارف د پرمخګ او لا غوړاوۍ پسرلی پیل او د تیرو کلونو نیمګړي هڅې او پروژې بشپړې او د چارو په سمون کې یې د پام وړ بدلون رامنځته کړ،
(فاروق وردک) د افغانستان د پوهنیز نظام په وده کې د نړیوالو مرستو په جلبولو سره د پوهنې په نظام کې یې داسې لوی بدلون را منځته او معارف یې تر نورستان او پامیره کلیو او بانډوته ورساوه، د معارف په ډګر کې د تیرو پينځو کلونو لاسته راوړنې یوازینۍ خبره نه ده بلکې له راز راز ستونزو او مخالفتو ، پروپاګندا ، سیاسي دسایسو حزبي او مختلفو نورو شیطاني هڅې جارې وې چې پر وړاندې يې د مبارزو په نتیجه کې ټاکلي ملي او افغاني اهداف ترلاسه شوي دي او دا لړۍ لا هم جریان لري.
متعددو کړیو او بانډونو د پوهنې پر مشرتابه د تورنو په لګولو او نورو منافقتو په کولو سره خپل مخونه په تورو خاورو تور او له هیڅ راز پلمو یې سپماوی و نه کړل ، خو له نیکه مرغه معارف او په دې لاره کې د (فاروق وردک په مشري) روان کاروان خپلې هڅې دغو شیطاني خبرو او دساسیو ته تم نکړې او د پرمختګ بهیر ته یې لا زرو وړکړ.
حال داچې دا پروپاګندا په ځينو برخوکې په داخل د کابینې کې د ځينو غلامو او جاسوسو اجیر مزدورانو له خوا نورو کړیتو د عملي کولو په موخه د پانګې اچونې او تخریب په موخه هدایت کیدو او موخه یې داوه چې افغان ولس بې معارف او دمعارف د پرمختګ روان بهیر په ټپه کړي او یا دا چې کوم بل دشیطان زوی دغه وزارت ته وګماري چې له نیکه دالله(ج) نصرت او مرسته وه چې پایله یې دهغوی د نابودی او ناکامۍ سبب وګرځيد خو لاهم ځينې داسې اعمال او شیطاني هڅې ترسره کیږي خو له نیکه مرغه الله (ج) د یادو کسانو هرډول هڅې چې د پوهني د(وزیر فاروق وردک) او دهغه کاري ټیم د مدبرانه فعالیتونو مخه نه شي بندولی.
په تیرو پينځو کلونو کې د پوهنې وزارت مشرتابه د پرمختګ او د نوي تعلیمي نصاب، نویو ودانیو او مجهزو تدریسي آسانتیاوو په برابرولو سره د دې جګړه ځپلي ولس بچیانوته د زدکړې بهیر د هغوی تر کلیو او باڼدو ورسول ، دغه راز د ښونکیو د ژوندانه په برخو کې دهغوی د امتیازاتو ، هغوی ته د لوړو زد کړو زمیې برابرول البته هم په کور د ننه او هم له هیواده بهر، یو له هغو مواردو څخه وو چې لا هم په منظم ډول پرمخ وړل کیږي. چې دا ټولې هڅې د افغانستان د معارف په ۵۰ کلن تاریخ کې نه دي تجربه شوی.
د پوهنې وزارت د نیمه لوړو زدکړو په چوکاټ کې د ښاغلي ( آصف ننګ ) تر مدیریت او هڅو د پام وړ لاسته روانې دغه ولس ته وګټلې او ځوان نسل نن سبا په کور د ننه په تخنیکي او مسلکي چارو کې د باکیفیته زدکړې په ترلاسه کولو سره په مختلفو برنامو بوخت دي او په سلګونه ځوانان یې له یادو باکیفته زدکړو وروسته ټولنې ته ور وړاندې او سم د لاسه هیواد ته د خدمت کولو جوګه دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت دغه راز کار پوه ، د لوړو زدکړو خاوندانو او خبیرو ځوانانوته په مختلفو سطحو کې دندې او مسوولیتونه ورکړي او دا هغه ځوانان دي چې په ملي او افغاتي هوډ د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو په رڼا کې خپل ولس ته د خدمت ویاړ لري چې په دې برخه په مساوي ډول د ښځې او نارینه حقوق په پام کې نیول شوي دي.
په لس ګونه غوره او د ښه لیاقت خاوند زدکونکي یې له هیواده بهر تحصیلی بورسیو ته واستل شول هغه هم د غوره او آزادو سیالیو له لارې ، چې بیرته هم په بریالیتوب سره راستانه شوي دي.
دغه راز د پوهنې وزارت په دغه وزارت پورې د اړوندواسلامي ، مسلکي ، تخنیکي اوهنري چارو کې داسې ژور بدلون او په دې برخو کې له نړیوالو پوهنتونونو سره د راز راز همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي او له دې لارې افغان بچیانوته د زدکړې لارې چارې هوارې کړي دي ، چې دا ټول د لیدو او پوهیدو وړ دي او مونږ یې د دې هیواد لپاره غوره ویاړ ګڼو او ډاټولې هڅې د دغه وزارت دغوره مدیریت په پایله کې تر لاسه شوي دي.
یاده دې وي چې دافغانستان پوهنیز کاروان او د پرمختګ لارې غازي مشران نه یوازې خپل هیواد او هیواد والو ته له دې لاري په خدمت بوخت دي بلکې په نړیوال کچه يې شهرت ، مډالونه ، ستاینلیکونو، د نړیوالو مجامعو عضویت اومشري او بلاخره په لسګونه افتخارات یې خپل هیواد د سیمې دهیوادونو له معارف وزیارنو څخه ګټلي او په دې لاره کې مخکښ پاتې شوي دي.
په ټولیزه توګه د پوهني نظام د ګران هیواد دروغنې او ښېرازه کولو په موخه په ملي هوډ ولاړې کړنې او په اسلامي ارزښتونو سمبالې هڅې جاري ساتلي او هیڅ کله به د ښمن ته فرصت ورنه کړي چې دغه کلک او اوسپنیز اراده له شیطاني فکرونو په رسنیو کې د اجیرو او غلامو څيرو په ګمارلو او نورو د سیسو ښکار و ګرځوي، مونږ افغان او بې دفاع ولس د ګران هیواد د پرمختګ یوازینۍ لاره معارف او زدکړه په ګوته کو او د خپلې وینې په قیمت یې ملاتړ او پالنه کوو دغه راز په ګران هیواد کې د دغه عظیم او ملي هڅو خاوند مشرانو لکه( ډاکتر فاروق وردک) او د دغه وزارت له مشرتابه څخه د پوهنې د پراختیا په برخوکه کې د هغوی د پلانونو او برنامو ملاتړ کوو .
دا چې افغانان نن سبا د پرمختګ او ولسوالکۍ ، پوهې او انکشاف ترلاسه کولو ته هوډ لري په هما غه کچه دښمن ته هم اجازه نه ورکوي چې یاده غوره او له ارزښت څخه ډکې ښيرازې په ماتولو کې هڅه وکړي او تر دې دمه هم دهغوی هر ډول هڅې له نابودې سره مخ شوي او بریا د حق عامیانو دی انشا الله .