لر او بر ویبپاڼې ته د کورنیو چارو وزارت د رسنیو ددفتر له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پولیسو نن له غرمې وروسته د کندهار ښار په دوهمه حوزه کې یو ځانمرګی پخوا له دی چې ځان والوزوي وژلی ، د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه لیکي چې دغه ځانمرګي په یوه بایسکل کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو.