د ولسمشر سلاکار او دکوچیانو او اسکان د کمیسیون مشر انجنیر وحید الله سباوون لر او بر ویبپاڼې ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د جوزا په ۲۶ د بهسودو ولسوالۍ د کجاو په کلي کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ پېښې شوې جګړه کې د کوچیانو له اړخه ۵ تنه وژل شوي او د هزاره ګانو له خوا په همدې جګړه کې بیا اته تنه وژل شوي دي.
ښاغلي سباوون وویل چې جګړه دعلفچر ځمکو په سر شوې ، هغه وویل چې سیمې ته د ولسمشر د سلاکارانو او د ځینو وزارتونو استازو له لوري یو پلاوی تللی او هلته به دا موضوع له نیږدی وڅیړي.