د نږدې ۳۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د جېمنازیم د جوړلو کار شروع سو.
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د نږدې ۳۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یو جمنازیم د جوړلو چارې نن ( چهارشنبه)ّ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مسؤلینو له لورې د ډبرې په کېښودلو سره پیل شول .
دغه جمنازیم،چې په ۱۵۷۵ متره مربع مساحت سیمه کې به د نشه یې توکو پر
وړاندې د مبارزې وزارت په ۳۰۵۵۵۵۶۷ میلیونه افغانیو مالي لګښت د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي .
یاد جمنازیم به د موټرو تم ځای او بېلابېلو خونو په درلودولو سر بیره د شاوخوا ۳۵ لوبو لپاره د لوبو ځایونه ولري،چې په بېلابېلو وختونو کې به په کې لوبې ترسره شي .
په جوړ شویو مراسمو کې د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې یې بېلابېلې پروژې پلې او تر کار لاندې نیولي دي .
هغه همدا راز د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولایت کې دې نورې پروژې هم پلي کړي . د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال ښاغلي هارون الرشید شیرزاد د جمنازیم جوړونکې شرکت مسؤلینو ته د ښه کارکولو د لار ښوونې سربیره ژمنه وکړه،چې په دغه ولایت کې به نورې پروژې هم پلي کړي .