کور / تازه خبرونه / د شمشاد تلوېزيون د وسائلو سوځول وغندل سول

د شمشاد تلوېزيون د وسائلو سوځول وغندل سول

دهلمند دازادو خبریالانو ټولنه په بلخ ولایت کې دشمشاد تلویزیون دوسایلو سوځول غنډي.
په هلمند كې د آزادوخبريالانوټولنه په بلخ ولايت كې د شمشاد نړيوال راديوتلويزيون د تخنيكي وسايلوسوځول په كلكه غندي اوله دولت څخه غوښتنه كوي چې ددې ناوړه عمل عاملين ونيسي اود قانون منگولوته يې وسپاري، دا چې ياد شوي وسايل په مرموزه توگه سوځول شوي د مافيايي كړيودا ډول كړنې به د ژورناليزم اورسنيوپه فعاليتونوهيڅ ډول منفي اغيز ونه شي شيندلى اولابه په دې ډگركې د حقايقوپه راپورته كولواود نړيوالوغوږونوته د رسولوهڅې نورې هم چټكې اوگړندى شي.
د هلمند د آزادوخبريالانوټولنه دا ډول كړنې د مافيايي كړيوكارگڼي چې نه غواړي د شخصي گټوپه خاطرد دوى ناوړه كړنې خلكو اونړيوالوته په ډاگه شي نوله همدې امله په داسې نه بښونكي عمل لاس پورې كوي، له كشفي ارگانونوڅخه هم جدي غوښتنه كووچې په دې برخه كې چپ پاتې نه شي نه يوازې يې عاملين ونيسي بلكې ټولې انگيزې يې ملت ته په ډاگه كړي.