کور / تازه خبرونه / سرنوشت: د اصلاحاتو د ټیم نه پوره کېدونکي غوښتني

سرنوشت: د اصلاحاتو د ټیم نه پوره کېدونکي غوښتني

سرنوشت: د اصلاحاتو د ټیم نه پوره کېدونکي غوښتنې

کابل چاپ ورځپاڼو د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د انتخاباتي کړکیچ او روانو نا امنیو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې؛ د رایو د باطلیدو پروسه به ونه ځنډول شي.

ورځپاڼې په مطلب کې د یوناما نظر راخیستی؛ چې وایي، که چېرې د رایو د تفتیش او باطلولو د پروسو په اړه پوښتنې شته؛ نو دوی حاضر دي چې، په اړه یې د کاندیدانو له ټيمونو سره کار وکړي.

د ورځپاڼې په مطلب کې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم هغې غوښتنې ته اشاره شوې؛ چې ویلي یې دي، که د رایو د ابطال په بهیر کې د دوی تخنیکي غوښتنې ونه منل شي؛ نو دوی به له بهیره ووځي.

ورځپاڼه د مطلب په دوام د یوناما څرګندونې نقل کوي؛ چې وایې، که کوم ټیم د تفتیش پروسه تحریم کړي؛ نو پروسه به د ملګروملتونو او کورني او نړیوالو څارونکو په حضور کې دوام وکړي.

سرنوشت:

د سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د یوه مطلب عنوان دی؛ د اصلاحاتو د ټیم نه پوره کیدونکي غوښتنې.

ورڅپاڼه د مطلب په دوام کې لیکي، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په داسې حال کې چې پوهیږي د تفتیش بهیر یې په ګټه نه دی؛ د انتخاباتي بهیر د ناکامولو هڅه کوي.

د مطلب په دوام کې راغلي؛ اوس چې تقریباً دغه بهیر په بشپړېدو دی؛ دغه ډول دریځ پر انتخاباتو د ولس نسبي رامنځته شوی باور هم له منځه وړلی شي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې له دواړو کاندیدانو سره د ولسمشر حامد کرزي د پرونۍ لیدنې په اړه یو مطلب لیکلی دی.

د دغې ورځپاڼې په مطلب کې ویل شوي؛ چې ښاغلي کرزي او مرستیالانو یې پرون ماښام په ارګ کې له دواړو کاندیدانو سره د انتخاباتو د روان بهیر په اړه خبري کړي؛ خو د جزیاتو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو له امله په افغانستان کې د رامنځ ته شویو ستونزو په اړه یو مطلب لیکلی دی.

د دغه مطلب عنوان دی، افغانستان له نړیوالو لومړیتوبونو څخه د غورځیدو په حال کې!

په مطلب کې راغلي، له تیرو پنځو میاشتو راهیسې په افغانستان کې حکومتي دستګاه په ټپه ولاړه ده؛ سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه نشته؛ بلکې برعکس افغانستان د زوال پر لور ګامونه پورته کوي.

د مطلب لیکوال دغه راز لیکي چې؛ افغان سیاستوال دومره په کورنیو سیاستونو کې ښکیل دي؛ چې نړېوال سیاستونه یې له پامه غورځولي او نړېوالو هم په افغانستان کې په ګڼو لویو او وړو پروژو خپلې مرستې درولي دي.

سرنوشت:

سرنوشت آزادې ورځپاڼې بیا د هلمند د جګړې په اړه لیکنه کړې او د دغه ولایت د والي په حواله لیکي چې؛ طالبانو بیا د سنګین د نیولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

د هلمند والي رسنیو ته ویلي چې؛ طالبانو د سنګین د نیولو لپاره حملې پیل کړي؛ خو په وینا یې امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

په مطلب کې د سنګین د ځینو اوسیدونکو په حواله بیا ویل شوي؛ چې وایې، طالبانو په ځینو پوستو حملې کړي او په یو شمیر سیمو کې یې امنیتي ځواکونه په شاه کړي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په سنګین کې روانه جګړه د لسو ورځو نسبي آرامتیا وروسته یو ځل بیا پیل شوې ده.