سلاکار وزير اودپکتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد دپکتيا لويې قومندانۍ دغونډو په تالار کې ديوې غونډې ګډونوالو ته وويل چې وروستی ناامني او ټکنی چارې د۱۳۹۳ کال دټاکنو نتيجه وه چې دهيواد ټولنيزې پرمختيا يې چارې يې له خنډ اوځنډ سره مخ کړي دي،
همدرد وويل چې دټاکنو دومره اوږد پړاو ته اړتيا نه وه چې ناندری يې اوس هم روانې دي ده زياته کړه چې که دده دخوښې ټيم بريالی شو نو دندې ته به دوام ورکوي او که بريا دجانب مقابل په برخه شوه نو لومړی به ورته مبارکي ورکوي او بيا به استغفی وړاندې کوي او له هغې وروسته به اپوزيسيون ته ورځي ،
همدرد وويل چې دوی ته دواړه چارې دمنلو وړ ندي چې هم دې خکومت وکړي او هم دې اپوزيسيون کې پاتې شي داځکه چې بيا ولس ته دخدمتونو وړاندې کول له امکانه لېرې خبره ده ،
ده دشته نظام په مشرتابه غږ وکړ چې تورې اوسپينې اوبه دې يوې خوا کړي ځکه چې دامسوليت دهيواد همدې اوسني ولسمشر ته متوجه ده .
همدرد په همدې نظامي غوڼده کې په پکتيا کې ټولو نظامي ادارو ته لارښوونه وکړه چې په پکتيا کې دعملياتو او يا نورو تلاشيو په ترڅ کې بايد دولسونو څخه سپکه وسله وانه اخيستل شي ، پکتيا والي وويل چې دولس سره هغه وسله شته دی چې په کومو يې انګليس اوروس ته ماتې ورکړې بايد چې داسپکه وسله دولس سره پاتې وي او بيا هم دخاورې اوځان دفاع پرې وکړي .
داغونډه پدې هدف جوړه شوې وه چې دهيواد دخپلواکۍ د۹۵ کليزې په مناسبت دهيواد جمهور ريس حامد کرزي دهيواد يو شمير نظامي چارواکوته په خپلو نظامي رتبو کې لوړوالی راوست ،
په همدې غونډه کې سلاکار وزير اودپکتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد دغونډې ګډونوالو او هغو اشخاصو ته درتبو مبارکي وويله چې په خپلو دندو کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وه ،
هېره دې نه وي چې دپکتيا امنيه قومندان زلمي اورياخيل دمل پاسوال څخه دپاسوال رتبې ته او د۴۰۲ سرحدي زون قومندان عبدالبصير خپلواک دسمونوال رتبې څخه دمل پاسوال اودپکتيا دامنيت آمر محمدزمان هم دسمونوال رتبې څخه دمل پاسوال رتبې ته ارتقا کړې وه چې ويناوالو ورته ددې ارتقا مبارکي وويله ،