مينه پال: اطلاعاتو او کلتور رياست ته دسيسې جوړيږي
اطلاعاتو او کلتور رياست ته د ځينو مغرضو کړيو له خوا د تاريخي اثارو د له منځه وړلو په نامه دسيسې جوړيږي.
دا څرګندوني نن د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال د خبريالانو د جرګګۍ په مياشتنۍ غونډه کي وکړې. غونډه د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کي جوړه سوې وه، چي پکي د دواخان مينه پال تر څنګ د کندهار پريس کلب مشر سيدسرور اماني، د نى ساحوي دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل او يو شمېر خبريالانو ګډون کړى وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال وويل، د ځينو مغرضو رسنيو له لوري په دې وروستيو کي دغه رياست ته يو شمېر دسيسې جوړيږي. هغه زياته کړه، په کندهار کي يو شمېر زړو دېوالونو او ځايونو ته د تاريخي اثارو نوم ورکول کيږي او اطلاعاتو او کلتور رياست يې په بې کفايتۍ او بېغورۍ تورنيږي، چي ښه بېلګه يې د نادراباد کلا په نوم يوه سيمه ده چي په هيڅ صورت تاريخي ابده نه ده. د مينه پال په خبره: “موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخي اثارو له رياست څخه د کندهار د تاريخي ابداتو بشپړ ليسټ راوغوښت، په دې ليسټ کي د لرغونپوهانو له خوا د کندهار ټول تاريخي ابدات ثبت سوي دي. په ليسټ کي له ذکر سوو تاريخي ابداتو پرته نور زاړه ځايونه تاريخي اثار نه دي.”
نوموړي وغوښتل چي د تاريخي اثارو په موضوعاتو کي بايد هره رسنۍ مخکي له مخکي له دغه رياست سره په تماس کي سي، تر څو د رپوټ کره والى ساتل سوى وي. مينه پال داراز د کندهار پر ټولو اوسېدونکو ږغ وکړ چي کله نوى تعمير جوړوي، نو مخکي له مخکي دي له دغه رياست سره په تماس کي سي، تر څو د مځکي د کيندني پر مهال د دوى يو استازى هلته موجود وي. د هغه په خبره، ځيني وختونه داسي پېښ سوي چي د کيندنو پر مهال تاريخي اثار پيدا سوي، دا چي دا اثار خوندي سوي وي، بايد يو استازى موجود وي. ښاغلي مينه پال په غونډه کي د يو شمېر محلي رسنيو پر ځينو مسايلو هم بحث وکړ.