کور / تازه خبرونه / د نوي اولسمشر د لوړي مراسم دي نه ځنډېږي

د نوي اولسمشر د لوړي مراسم دي نه ځنډېږي

هېواد: د نوي ولسمشرد لوړې مراسم دې نورنه ځنډیږي
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د ټاکنو پروسې پرغځیدو او له بګرام زندانه د یو شمېرپاکستاني بندیدانو د خوشې کیدو په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

د سرنوشت ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ترمنځ د ټاکنو پرسرلانجه لاهم نه ده ختمه، خو د افغانستان حکومت په واروار ټينګارکوي چې که هرڅومره ژرکېږي دې پروسې ته باید د پای ټکی کیښودل شي.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، د ټاکنو پروسې غځېدو په هېواد کې شته پانګوال د بې باورۍ او اندیښنې له امله خپلې پانګې باسي او عامه اذهان يې بې درېغه مغشوش کړي.

د هېواد دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د نوي ولسمشرد لوړې د مراسمو نیټه باید نوره شاته ونه لوېږي.

لیکوال وړاندې لیکي، یوشمېرڅارګرې شبکې داسې ګنګوسې خپروي ګنې ټاکنې پایلې نه لري او د ولس دا هیلې نه ترسره کېدونکې دي.

لیکوال وړاندیز کوي، چې ددغو ستونزوپه لمنځه وړلو کې ترټولو افغان حکومت مسولیت لري چې دغه راز ناوړې هڅې شنډې کړي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو پایلې د حقیقت پربنسټ ژرترژره اعلان کړي.

محور ورځپاڼه لیکلي، که د ټاکنو پایلې ځنډېږي او ناندرۍ زوراخلي یو لوری يې مني اوبل يې نه مني، نو دا د افغانستان لپاره ورځ تربلې تباه کوونکې او افغانستان بحران ته د ور ټېلوهلو په مانا بلل کیږي چې ګټه يې نورو ته خو زیان يې به يې یواځې افغانستان متوجه وې.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې امریکا له بګرام زندانه د نهو پاکستانیانو د خوشې کولو ننګه وکړه.

وړاندې په مطلب کې ویل شوي، چې د امریکا دفاع وزارت د بګرام له زندانه د دغو زندانیانو له خوشې کولو د ننګې ترڅنګ په ډاګه کړه چې هغوی د امریکا د جګړې د قانون له مخې نیول شوي وو او دغه بندیان تربشپړامنیتي ضمانت وروسته د جرمي فعالیتونو د څیړنې لپاره پاکستان ته استول شوې دي.

په پای کې ملي ارمان ورځپانې د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي په حواله لیکلي له بګرام زندانه خوشې شوي بندیان له خطرناکو ډلو سره اړیکې لري او له خوشې کیدو وروسته به یو ځلي بیا له تروریستي ډلو سره یوځای شي.