د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د عملياتو په ترڅ کي ۳۵ وسله وال وژلي، ۳۲ ئې ټپيان کړي او ۲۲ نور ئې ژوندي نيولي.
د دې وزارت څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي چي دا عمليات ئې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، فارياب، اروزګان، ميدان وردګ، هرات، لوګر، نيمروز او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو له خوا کړي.
خبرپاڼه ليکي چي په دې عملياتو کي د دوى لاس ته وسلې هم ورغلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.