کور / تازه خبرونه / کندهار:بهرنیو ځواکونو درې ملکي وګړي وژلي

کندهار:بهرنیو ځواکونو درې ملکي وګړي وژلي

په کندهار کي بهرنيو ځواکونو په خپلسري عملياتو کي دري ملکي وګړي وژلي

د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي د ځانګړو امريکايي ځواکونو په عملياتو کي درې ملکي وګړي وژل سوي او ځيني نور يې سخت وهل سوي دي.

د خاکريز ولسوالۍ اوسېدونکي تېره ورځ ددې پېښي په اعتراض کي کندهار ښار ته راغلي وه او د دولت څخه يې د پيښي د څيړني غوښتنه کول.

دوی وايي، چي دغه پېښه دوې ورځي وړاندي د شپې ناوخته د خاکريز ولسوالۍ په لالک او ځيرک سيمه کي سوې ده.

د دوي په وينا، چي ایساف بهرني ځانګړي ځواکونو د افغان سرتېرو سره یو ځای لومړی د کلي سپين ږيري، ملا امامان او ځوانان یوه شپه او ورځ تړلی وو او بيا يې د درې ملکي دوکانداران په برچو وهلي، سترګي يې تر ایستلي او سوځولي دي.

د خاکريز ولسوال حاجي فضل محمد غریب شاه هم ددې پيښي پخلی کوي او زياتوي، چي دغه عمليات په خپلسري ډول د دوی د مشورې پرته ترسره سوي دي.

هغه زياته کړه، چي د پيښي په اړه يې د ځايي خلکو او بهرنيو ځواکونو څخه معلومات هم اخيستي دي.

دده په وينا، چي بهرني ځواکونه وژل سوي کسان شپږ بولي، چي وسلې يې درلودې او د دولت مخالفين وه.

ولسوال زياته کړه، چي امريکايي ځواکونو ورته ويلي، چي د عملياتو پر مهال ډزي پرې سوي او ځينو کسانو د دوي څخه د وسلو اخيستلو هڅه کړې او وژل سوي دي.

غریب شاه وايي، چي بهرنيو ځواکونو هغه وسلې او مخابرې هم ورته ښودلي، چي په عملياتو کي نيولي.

ولسوال غوښتنه کوي، چي د حقیقت موندني لپاره دي، ولايت مقام د څيړني یو پلاوی سیمي ته واستوي.

د سيمي اوسېدونکو د ملکي وګړو د وژني شکایت کندهار ولايت مقام ته هم رسولی.

په همدې مهال وسله وال مخالفين وايي، چي وژل سوي کسان د دوی ملګري نه وه.

ددې ډلي وياند قاري یوسف احمدي ويلي، چي وژل سوي کسان عادي دوکان داران وه او پنځه هغه کلیوال، چي بهرنيو ځواکونو بېولي هم بې ګناه دي.