په رزوګان کي د اتو وسله والو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د سويلي ولايت رزوګان په چارچنيو ولسوالۍ کي د وسله والو او ملي اردو ځواکونو تر منځ په جګړه کي اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومنداني وايي، چي دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د چارچينو ولسوالۍ په یخدان سيمه کي سوې ده.
سرچينې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چي په جګړه کي دري وسله وال وژل سوي او د ملي اردو پنځه سرتيري ټپیان سوي دی.
ددې ترڅنګ د زابل په شينکي ولسوالۍ کي ملي اردو ځواکونو پنځه وسله وال وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
بلخوا د کندهار پوليس وايي، چي د خاکريز ولسوالۍ په باغک سيمه کي يې د وسله والو مخالفينو یو پټنځای له منځه وړی دی.
سرچينه وايي، چي د عملياتو پر مهال جګړه هم سوې او پر مهال يې پنځه وسله وال وژل سوي او یو بل ټپي سوی دی.
وسله والو مخالفينو هم د ملي اردو له ځواکونو سره جګړه منلې ده.
ددې ډلي وياند قاري یوسف احمدي د ملي اردو د سرتېرو ادعاوي ردوي او زياتوي، چي په روزګان او زابل کي يې د ملي اردو ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.