کور / تازه خبرونه / د شاوخوا ٨٠ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د شاوخوا ٨٠ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۸۰ وسله وال وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، فارياب، کندهار، ميدان وردګ، لوګر او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

خبرپاڼه ليکي چي په دې عملياتو کي د دوى لاس ته يوشمېر وسلې هم ورغلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.